|
د ابادۍ غږ: د ويالو پاکول | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
څرنګه چې د ژمي په تېرېدو سره بزګران د کرکيلې لپاره ځانونه چمتوکوي، نو ښکاره خبره ده چې، اوبو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي . د اوبولو په سيسټم کې ويالې خورا ستره ونډه لري، خود ځينو ويالو هغه برخې چې له سربند څخه ليري وي، بندېږي. دکندوز ولايت يو اسېدونکی عبدالعزيز وايي: ” کله چې سيلاب راشي نو اکثره ويالې بندوي اوکه ويالې هرکال پاکي نه شي، نو هم بندېدای شي چې همدا اوس زموږ په سيمه کې ډېرې ويالې بندي دي“. داچې دويالو بندېدل کومې ستونزې پېښوي، په دې باب دهمدې ولايت يواوسېدونکی کاظم داسي وايي: ” په کومه سيمه کې چې اوبه نه وي، نو ښکاره خبره ده چې، هلته کرنه او مالداري نه کېږي. داوبو نشتوالی کله ناکله خلک دې ته مجبوروي چې، کډې بار کړي. د ويالو په پاکولوکې خلک ناغېړي کوي، وايي چې وس نه لرو يا وايي چې داد دولت کار دی“. د کاپيسا ولايت يو تجربه کار بزګر عبدالمجيد په دې اړه وايي :” پخواهم موږ او هم تر موږ دمخه خلکوخپلې ويالې اوکارېزونه په خپله پاکول “ . خوځينې خلک بيا دويالود پاکولو لپاره ډېر ښه دودونه لري. د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ يو اوسېدونکی سميع الله داسې وايي : ” موږ هر کال د اوبو او ويالو د څارلو لپاره يو سړی نيسوچې، (خاده دار ) يې بولو، خاده دار بيا ځانته دوه ميراوان ( ميرابان ) نيسي چې خاده دار اوميراو له ځمکه والوڅخه ټاکلې غله اخلي. ددوی دنده داده چې، دويالو څارنه وکړي او د ويالو دپاکولو لپاره خلک سره راغونډکړي.خلک هم خپل وسايل، لکه بېل، کلنګ او داسي نور ضروري سامان له ځان سره راوړي. که د ويالې د ځينو ځايونو د پاکولو لپاره پيسوته اړتيا پيښه شي، نوخاده دار اوميراوان يې له ځمکه والوڅخه راغونډوي، که کوم څوک پر خپل نوبت کار ته رانه شي نو ناغه کېږي.
دناغې لپاره موپنځه سوه افغانۍ ټاکلي دي چې، دغه پيسې د ويالو په پاکولو او جوړولوکې مصرفوو. هغه ويالې هم پاکووچې، د وروستيو وچکاليو له امله ويجاړې شوي وي. ځکه چې که دغه ډول ويالې پاکي نه شي، نو پولي او حدود يې له منځه ځي او ورکېږي. د ويالې پاکول دومره ګران کار نه دی، خو که ديوې ويالې حدود ورک شي، نو د نوي ويالې کيندل يو ډېر ستونزمن کار دی. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||