|
د ابادۍ غږ: وېلنی: | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يو شمېر افغان بزګران پۀ خپلو ځمکو کې ځکه نور ګټور بوټي نۀ کري چې د کښت تجربه يې نه لري .او يا دا ننګېري چې د دغو بوټو کر سره به زيانمن شي . افغان کروندګر پۀ دوديز ډول پۀ بېلا بېلو موسمونو کې ډول، ډول کرنيز توکي کري ،يعنې کوم کرنيز توکي يې چې سل کاله تر مخه کرل هما غه اوس هم کري . د بدخشان يو بزګر په دې اړه وايي : (( مونږ يواو بل کال غنم کرو او نور ټول کال وزګار تيروو نور کار نه لرو او نه هم د نورو ګټورو بوټو په کر پو هيږو.)) د لوګر ولايت يواوسيدونکی هم د خپلې کرنې پۀ اړه وايي: (( لۀ کومې ورځې چې ما بزګري پيل کړې همدا جوار او غنم کرو، دبل څه پۀ کر نه پوهېږو)) د افغانستان کليوالو سيموکې ځمکه وال ورځني اړتياوې د ځمکو لۀ حاصلاتو پوره کوي، ځمکې دوئ ته دکټې د لاس ته راوړنو يوه ښه سر چينه ده . همدغې خبرې يو شمېر بزګران دې ته اړ کړي چې لۀ خپلو ځمکو نه ډېر څۀ تر لاسه کړي ، د بېلګې پۀ توګه د ننګرهار،کندز، او هلمند ولايتونو نه يادونه کولی شو . د ننګرهار ولايت د سرۀ رود ړولسوالۍ يو تن بزګر محمد اسحاق چې پۀ خپله ځمکه کې يې د وېلني ( نعنا) بوټي کرلي، پۀ اړه يې داسې وايي : (( ځمکه ښه يېوه کوو، بوټي ترې لرې کوو، ډېراني سره ورکوو، اډۍ ( چرې ) پۀ کې باسو،د هر بوټي تر منځ بايد يو لوېشت فاصله وي.بيا پرې خاوره اچوو، ځکه چې د لمرد تودوخې توان نۀ لري . د وېلنی توخم اوبوټي دواړه کرل کيږي.)) وېلنی وچ او تا زه پلورل کيږي ،عرق ( اوبه، تيل ) يې ايستل کيږي. د ويلني د کر پۀ اړه مې د بزګرانو تجربې د کرنې وزارت لۀ چارواکي ( سميع الله نوري ) سره هم شريکه کړې هغه داسې وويل : (( د بزګرانو تجربې موږ منو،پکارده چې هر بزګر د کر کيلې پر مهال ځمکه ښه پسته کړي بې کاره بوټي ترې لرې ، پۀ خپل وخت ورته اوبۀ او سره ورکړي .
خو وېلنی پۀ تودو سيمو کې ښۀ حا صل کوي ،ډېرو اوبو ته اړتيا لري، که ښه پا لنه يې وشي ښايي چې څلور پېنځه ځلی ( دروه) حا صل ترې واخېستل شي. د ا بوټي ځکه ښه بازار لري چې يو طبي بوټی دی او پۀ ډېرو برخو کې ترې کار اخيستل کيږي .)) |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||