BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:30 گرينويچ 2008 ,17 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادی غږ: ماشومان او نابلدي

ماشومان او نابلدي
ځينې راستانه شوي افغانان خپل ماشومان ښونځيو ته نه پريږدې.

او س هم لا افغان کډوال خپل هيواد ته د راستنيدو په حال کې دې او په دوی کې داسې راستانه شوي هم شته چې ماشومانو يې په بهر کې مکتبونه ويل.

خو په دوی کې ځيني نه غواړي چې خپل ماشومان د خپل هيواد ښونڅيو ته وليږي.

دا چې دليل يې څه دی، په دې اړه لوګر ولايت ته يو راستون شوی کډوال نادر وايي:

" ما په کډوالی کې اوريدلې و چې په افغانستان کې د ماشومانو تښتونه ډيره ده، تر هغو چې ډاډ تر لاسه نه کړم، خپل ماشومان ښونځۍ ته نه پريږدم".

د همدې ولايت يو بل اوسيدونکی لطف الله وايي

"کله چې له مهاجرته راغلو، خپل زوی مې په ښونځي کې شامل کړ.

په لومړيو کې کومه ستونزه نه وه، خو يوه ورځ مې زوی تر ناوخته پوري ورک و.

ده لاره غلطه کړ ي وه، خلکو جومات ته بيولی وو او د جومات په سپيکر کې يې اعلان وکړ چې يو نابلده ماشوم پيدا شويدی.

 زه د ډاډ او اطمنان لپاره خپل اولادونه د کلي له نورو ماشومانو سره يوځای ښونځي ته ليږم."
عبدالجبار

زه و رغلم او خپل ماشوم می کور ته راووست. په رښتيا هم چې ډير سرګردانه شوم."

د پروان ولايت يو اوسيدونکی مير پاچا بيا بله ويره لري، دی وايي:

"خلکو را ته وويل چې په سيمه کې ماينونه او ناچاوده توکي ډير دي، ځکه زما زړه نه دی چې خپل ماشومان ښونځۍ ته پريږدم."

په رښتيا هم چې په افغانستان کې ډير وخت جګړه وه او په ځينو سيمو کې لا اوس هم د ماينونواو ناچاوده توکو خطر شته .

خو د يادوو شويو ستونزو د هواری لارې چارې کومې دې؟ د لوګر دولايت يو اوسيدونکی عبدالجبار وايي:

" زه د ډاډ او اطمنان لپاره خپل اولادونه د کلي له نورو ماشومانو سره يوځای ښونځي ته ليږم."

د ماينونو د خطر په اړه يو بل راستون شوی کډوال وايي: "ما مې خپلو ماشومانو ته ويلې دې چې هيڅکله ناپيژندل شويو شيانو ته لاس ور نه وړی!"

يو بل تن ملا محمدا جان چې د لوګر ولايت دولايتي شورا غړی هم دی وايي چې ده خپلو اولادونو ته يوه رکشا کرايه کړيده.

ماين
ماشومان بايدوپوهول شي چې ناپيژندل شويو شيانو ته لاس ور نه وړي.

دا رکشا ماشومان هر سهار ښونځی ته وړي او غرمه، بيرته کور ته پکې راځې.

نوموړی ديوه بل کار يادونه هم کوي، دا چې د شورا مشرانو پريکړه وکړه چې دوه تنه د ګزمې لپاره وټاکي.

دوی په هغو لارو پام کوي چې ماشومان مکتب ته پرې ځې او راځې .

تر اوسه د خدای (ج ) احسان دی،داسي کومه ناوړه پېښه نه ده شوي.

د انټرنيټ په اړه ستاسې راليږل شوي ايميلونه

فلک شير هيران (افغان)- هرې پور، پاکستان
انټرنيټ خو يو ډير گټور شى دى خو په دې شرط چې څوک ترې سمه استفاده وکړي. د بيلکې په توگه زه په پاکستان کې يم خو زه انگليسي د بي بي سي انټرنيټ پاڼې څخه زده کوم. زه د بي بي سي د ژبو د پروگرام سره ثبت يم او دوي هره اوونۍ ما ته د انټرنيټ له لارې درس راکوي. او بله دا چې مونږ کولى شو چې د انټرنيټ له لارې د برتانيې، امريکا ، کاناډا او داسې نورو کالجونو کې داخله واخلو.


محمد وليد روان - لايبيريا
هو، زمونږ په هيواد کې انټرنيټ يو مهم پرمختگ دى خو ډيرى خلک انټرنيټ د ډيرو بدو ويب سايټونو لپاره استعمالوي او د معلوماتو لپاره ترې هيڅ استفاده نه کوي په خاصه توگه ځوانان. مونږ بايد چې انټرنيټ صرف او صرف د معلوماتو لپاره استعمال کړو او په ډير احتياط څخه ترې کار واخلو ځکه چې زه داسې ويب سايټونه پيژنم چې د اسلام په اړه ډير غلط معلومات لري نو ددې وجه نه مونږ بايد چې ډير احتياط وکړو.
ويالې او ماينونهد ابادۍ غږ
ويالې او ماينونه
د ښځو زده کړهابادۍ غږ
د ميرمنو زده کړه
د ويالو پاکولد ابادۍ غږ
د ويالو پاکول
زلزلهدابادۍ غږ
زلزله او د کورونو مقاومت
برېښناد ابادۍ غږ
کلی او برېښنا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>