|
د آبادۍ غږ: په کورونو کې د وسلو ساتنه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان ته دجنګ جګړوپۀ کالونوکې پۀ پراخه کچه وسله اوچاودېدونکي توکي راوړل شول ، چې دوسله والو ډلو تر څنګ د ملکي وګړو لاس ته هم ورسېدې . خو ترجګړو دمخه هم ددغه هيواد ځينو خلکودښکاراو يا هم دځان ساتنې لۀ پاره وسلې درلودې،خو هغه به يې خوندي ساتلې . اوس اوس چې تر ډېره بريده پۀ افغانستان کې د جنګ جګړو ټغرورټول شوی، لا هم ځينې خلک پۀ ډېرې بې پروايۍ سره کورونو کې وسله ساتي. د لوګر يو اوسيدونکی عبدالوکيل وايې:" زموږ يوې ګاونډۍ مېرمنې خپل شپږکلن ماشوم ځوی ته ويلي ؤچې پلاريې لۀ خوبه ويښ کړي . ماشوم د پلار بالښت لاندې ټوپک ويني، رااخلي يي پلار پراوږه پر مرمۍ ولي .کليوال ټپي روغتون ته رسوي، د وسلې د شتون لۀ امله يو ماشوم خپل پلار ټپي کړي ." پۀ دغه هيوادکی د وسلو د شتون لۀ کبله دغه ډول ډيرې پيښې رامينځته شوي دي. د کابل ښار پۀ يوه امنيتي حوزه کې يوڅارندوی( پوليس) لۀ دوئ سره د يوۀ بندي ځوان پۀ اړه وويل : " يوه شپه يې د کورنۍ نور غړي د کوم خپلوان وادۀ ته تللي، هلک د پلاروسله رااخلي ګاونډ کې بل وادۀ ته ځي، شيبه وروسته د ده او د ملګرو تر مينځ يې شخړه پيدا کيږی، هلک پۀ وسله خپل ملګرې پۀ ګولۍ ولي او ټپي کوي يې.هلک به قانوني سزا ويني. پلار ته به يې هم سزا ورکول کيږي ځکه چې وسله يې ولې نۀ وه خوندي کړې ." که څه هم افغان دولت هر ډول ښکار منع کړی، خو د کابل د مير بچه کوټ اوسيدونکی عبدالباري ښکاري ټوپک لري د ساتنې پۀ اړه يې وايي : " خپله د ښکار وسله لۀ کارتوسو تشه ساتم، په کور کې يې په يوه جګ ځای کې ځړوم چې د ماشومانو لاس ورته ونۀ رسيږي . که د ښکار وسله هم خوندي ونۀ ساتل شي ښايي دچا لاس ته ورشي، څوک پرې ټپي، يا يې لۀ مينځه يوسي او کورنۍ يې د غم پۀ ټغر کښينوي ."
خو هغه خلک چې د وسلې درلودا امر لري لکه امنيتي کارکونکي او نور، دوئ څنګه کولی شي چې وسله ښه وساتي چې لۀ خطره يې پۀ امان وي؟ فرهاد يو امنيتي کارکونکی يې پۀ اړه وايې : " زه يوه مکروف تمانچه لرم .کورته چې ځم دتمانچې شاجور نه کارتوس وباسم، بيا يې لوړه پۀ تاخچه کې ږدم .که تاخچه نۀ وي ،د ديوال پۀ يوه جګ ځای کې مېخ ټکوهووسله پۀ کې ځړوو " |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||