|
د ابادي غږ:بې وسلې کېدل اوکارموندنه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پۀ افغانستان کې د جنګ جګړوپۀ کلونوکې ډيروسله والود ورسره شته وسلې لۀ امله څۀ نا څۀ پيسې تر لاسه کولې او د ژوندانۀ لګښتونه يې پرې پوره کول. يوشمېر دغه ډول خلک د( ډايا ګ ) لۀ پروګرام سره بې وسلې شول،دوی ګيلې ماڼۍ کوي چې ګواکې له دغه کار سره بېکاره شوي.د زابل ولايت اوسيدونکي عبدالولي وويل : " وسله مې د ډاياګ پروګرام ته تسليم کړه، دولت راسره مرسته ونه کړه، زه نه زده کړه لرم او نه مې هم کوم کسب ياد دی اوس بېکاره ګرځم." د کندز ولايت اوسيدونکي دل اغا وويل: " نۀ پيسې لرم او نۀ ځمکه ،چې خپل ځان لپاره دکوم کار کسب غم وخورم حيران يم چې څه وکړم." د پنجشېر ولايت يوۀ اوسېدونکي وويل:" وسله مې دولت ته ورکړه خو نن له بيکارې ګدايي کوم ."
خو ځينې د دوي توانېدلي چې په يوه نۀ يوه برخه کې ځانته کار کسب پيدا او خپل ژوند پر مخ بوځي.د کابل ولايت يومعيوب اوسيدونکي عزم الدين وويل: " پخوامې کله هم کار نۀ وکړی او تجربه او پيسې مې هم نه درلوې، نه مې غوښتل چې د چا پوروړی هم شم ، هماغه وه چې يو ورځ مې د موټر مينځلو کارپيل کړ. د خداي شکر دی لۀ خپل کار نه خوښ يم او هېڅ ستونزه نلرم، خلکو سره ښه رويه کوم، موټرې يې ښي مينځم، لۀ همدي امله موټروانان ما ته ډېر راځې. ستاسو پۀ دوستانو او کورنۍ کې داسې څوک شته چې وسله يې حکومت يا (ډاياګ) ته سپارلې وي او تاسې ورسره پۀ کارموندنه کې مرسته کړې وي ؟
د کابل ولايت اوسيدونکي حاجې رسول وويل:" ما مې خپل ورور ته نانوايي جوړه کړ،ورته مې وويل: " د ګټې پيسې به دري برخې کوو يوه برخه به ستا وي بله به دشاګردانواو درېيمه برخه به ټولوو چې پردوکان لګيدلی مصرف پوره کړو ، کله چې دا لکښت پوره شو بيا به زما پيسې راکړي ورور مې ومنله اوس يې کاروبار جوړ دي." خلک کولاى شي چې پۀ لږو پيسو هم يو کار روان کړي ، همدا رنګه کورنۍ کولاى شي چې خپلودوستانو سره پۀ کار موندنه کې مرسته وکړي، چې بېکاره پاتې نه شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||