BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:17 گرينويچ 2008 ,28 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: سېلابونه او د کورونو ودانول

 سېلابونه او د کورونو ابادول

د افغانستان د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې رياست وايي، چې په (١٣٨٦) لمريزکال پۀ ټول افغانستان کې ( ٣٨٠٠ ) کورنۍ سېلابونو زيا نمنې کړېدي،

(٥٠٠) کورونه پۀ پوره ډول وران شوي او يو سل او درې اتيا زره جريبه کرنيزه ځمکه سيلابونولۀ منځه وړېده

ښايي دافغانستان په ځينو سيمو کې دغه ډول نورې پېښې هم رامنځ ته شوې وي ،خو تاسو داسې خلک ليدلي،

چې د سېلابونو مخې ته يې کورونه اباد کړي وي او له ستونزو سره مخامخ شوي وي؟

دننګرهارولايت دخېوې ولسوالۍد ياسين بابا سيمې اوسيدونکي زيا رت ګل وويل:"دا ځای وچ خوړ ؤ، مشرانو دا خبره کوله چې پۀ دې خوړ کې

سېلابونه او د کورونو ابادول
د سېلاب راتک مخې ته دنيالګيوکېنول،ډکې او واړه بندونه جوړول دسېلاب کواښ کمولی شي.

( ٣٥ )کاله اوبۀ نه دي راغلي، هماغه ؤ چې موږ ( ٦٠ ) کورنۍ دې ځای ته راغلواوکورنه موجوړکړل.دلته ښه بازارهم جوړشو، دوه کاله مو ښه ژوند وکړ،

خو دا تېر منی سېلاب راغی کورونه يې راته ويوړل. پۀ سلګونه څاروي يې راته مړۀکړل." خو هغو خلکو چې د سېلابونو مخې ته کورونه ودان کړي،

څۀ يې کړيدي چې کورونه يې پۀ امن کې پاتې شوي دي ؟ د کاپيسا ولايت اوسېدونکي عارف انصاري وويل:

" موږ د سېلاب راتلو مخې ته کندې ويستلې، ډکې مو اچولې دي. دسېلاب اوبۀ مو پرويالووېشلې دي،

مخې ته موورته نيالګي کېښنولي دي. دې کارزموږ کورونه لۀ سيلاب نه پۀ امن کړيدي."

خو سېلا بونه پۀ کومو ځايونه کې راځي او د طبيعي پېښوکار پوهان پۀ دې اړه خلکوته کومې لارښوونې کوي ؟

سېلابونه او د کورونو ابادول
د سېلاب راتګ سيمه کې بايد واړۀ بندونه جوړشي، اوبۀ دې پۀ ويالو تقسيمې شي.

دطبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رياست دپېښود مخنيوي ډيپارټمنټ مسول انجينر سردارمحمد وويل:

" وچ خوړونه او دغرو،راغو لمنې دسېلابونود راتګ سيمې وي، خلک بايد دغسې ځايونوکې ابادي ونه کړي،

اوکه چا کورونه جوړ کړيدي، هغوی بايددسېلاب راتګ مخې ته واړۀ بندونه جوړکړي، د سېلاب اوبۀ دې پر نورو ويالو ووېشي ."

بې وسلې کېدل اوکارموندنهد ابادي غږ
بې وسلې کېدل اوکارموندنه
په سيندونوکې داوبود کچې لوړېدلد ابادۍ غږ
په سيندونوکې داوبود کچې لوړېدل
کلاشينکوف د آبادۍ غږ
په کورونو کې د وسلو ساتنه
وېلنید ابادۍ غږ
وېلنی
ماشومان او نابلديد ابادی غږ
ماشومان او نابلدي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>