BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:44 گرينويچ 2008 ,13 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: د ګلابو کښت

د ګلابو کښت
دګلابو له پاڼو څخه په کارخانو کې تېل ( عرق ) ويستل کېږي.
يو شمېر افغان بزګران لږي ځمکې لري، چې ددوی اړتياوې نه پوره کوي. نو لۀ همدي امله تل پۀ دې هڅه کې وي،

داسي څۀ وکري چې، لږه خواري او لګښت وغواړي اوډېره ګټه ترې واخلي.

د نورستان ولايت يوتن بزګر زمان خان وويل:" سيمه مو غرنۍ ده، ځمکې کمې لرو، غواړو داسې کرنيز توکي وکرو، چې ښۀ ګټه وټه ترې واخلو."

خوتاسو کله پۀ خپلو ځمکو کې داسې څۀ کرلي دي، چې لۀ لږې ځمکې مو ډېر حاصلات ترلاسه کړي وي؟

د ننګرهارد دره نور ولسوالۍ اوسېدنکي حبيب الرحمان وويل:" ما پۀ دوه جريبه ځمکه کې ګلاب وکرل،

يو کال مې پرې ښه خواري وکړه، اوس يې حاصل ټولوم يو کيلو ګلاب پۀ ( ٤٥ ) افغانۍ پرکار خانې والا باندي پلورم،

مير عالم ستانکزی له يو کروندکرسره
تېر کال مې لۀ يو جريب پټي نه ( ٩٠٠ )کيلو ګلاب پلورلي وو،( ٤٠ ٤٥) افغانۍ کټه مې کړې وه.

تېر کال مې لۀ يو جريب پټي نه ( ٩٠٠ )کيلو ګلاب پلورلي وو،( ٤٠ ٤٥) افغانۍ کټه مې ترې اخېستې وه دا بوټي نه ډېره خواري غواړي او نه هم زحمت.

موږ پۀ خپلوځمکوکې نور کرنيز توکې لکه: الوګان، پياز او د څارويو لپاره شفتله هم کرو."

خو دا چې داڅۀ ډول دګلاب بوټي دي او بزګران ترې څۀ ډول ګټه وټه تر لاسه کوي،

پۀ ننګرهار ولايت کې د کرنيزوچارويو تن کارپوه محمد اکبر مومند وويل: " دا د ګلاب غرني وحشي بوټي دي، لۀ ګل نه يي اوبۀ ( عرق ) اوتېل ويستل کېږي.

نۀ ډېره خواري غواړي او نه هم ډېرې اوبۀ، د بزګرانو لپاره دګټې ښه سرچينه ده. ځکه چې کارخانې والا لۀ بزګرانو نه ګلاب اخلي،

په ماشينونوترې تېل و باسي بيايې بازار کې پلوري ." کرنيز ( زراعتي ) کار پوهان پۀ دي ګروهه ( عقيده ) دي چې،

که بزګران پۀ خپلو ځمکو کې د ګلاب پۀ څېر کرنيز بوټي وکري، نو پرته له ډېرې خوارۍ به ښه کټه تر لاسه کړي.

ګلاب

کروندګر ګلاب اوډي

کاريګر دګلابو پاڼۍ هواروي

له ګلاب نه دتېلو ويستلو فابريکه

دګلابړ تېل ( عرق )

دګلابو د تېلو بوتلونه

زړ ې اوسپنېد ابادۍ غږ
زړ ې اوسپنې
 سېلابونه او د کورونو ودانول دابادۍ غږ
سېلابونه او د کورونو ودانول
بې وسلې کېدل اوکارموندنهد ابادي غږ
بې وسلې کېدل اوکارموندنه
په سيندونوکې داوبود کچې لوړېدلد ابادۍ غږ
په سيندونوکې داوبود کچې لوړېدل
کلاشينکوف د آبادۍ غږ
په کورونو کې د وسلو ساتنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>