BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:22 گرينويچ 2008 ,04 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: زړ ې اوسپنې

زړ ې اوسپنې

د نا پيژاندو شيانو راټولونه او ساتنه خلک لۀ زړه بوګڼونکو پيښو سره مخامخولی شي.

پۀ افغانسان کې دجنګ جګړو پر مهال لۀ ډول-ډول وسلې او بمونه کارول شويدي. د مين پاکۍ موسسې وايي:

"د افغانستان ډېرى سيمې لۀ ماينونو او ناچاودو توکونه پاکې شوېدي، خوپۀ هغو ځايونوکې، چې پوځي قطعات او وسله والې ډلې ټپلې وې لاهم پۀ کې ناچاوده توکې شته.

ناچاوده توکي پۀ ښکاره بې خطره او بېکاره مالومېږي، ځکه خو ځيني خلک يې راغونډوي او پلوري يې خو دغه کار ځينېوخلکوته ستونزې پيداکړيدي.

زړې اوسپنۍ
ناچاوده توکي پۀ ښکاره بې خطره مالومېږي،خو راغونډولو يې ځينوخلکوته ستونزې پيداکړېدي.

دپروان ولايت يواوسېدونکي نظيف وويل:" ما د زړو اوسپنو پلورولو کاروبار کاوۀ، يو ورځ مې پۀ دوکان کې اوسپنه ټکوله ناببره چاودنه وشوه،لاس مې ټپي شو.

غوښتل مې چې بياهم هماغه کار پيل کړم، خو شاوخوا هټېوالو دوکان جوړولوته اجارزه رانکړه."

د کندز ولايت اوسېدونکي عبدالحنان وويل:" زه د سيمي اوسېدونکو او راغلوکډوالو ته تل دا وايم، چې که لۀ کوم نا اشنا شي سره مخامخېږئ نو لاس مۀ وروړي،

امنيتي مسولين يا د ماين پاکې ټيمونه خبر کړئ او خپلو اولادونو ته هم ووايئ، چې ناچاوده توکي راوانخلي ، نورخلک دې پرې خبر کړي."

پۀ کابل کې د ماين پاکې د نړيوالې اداري (UNMACA) پۀ دفتر کې د ماين دخبرتيا مسول نجيب الله ناصري وويل:

زړ ې اوسپنې
ناچاوده توکو بمونواو پوچکو چاودنې رامنځته کړي او خلکوته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

" په افغانستان کې ناچاوده توکي پۀ بيلابيلو ډولونو کارول شويدي، پۀ ځينو ځايونو کې ليدل شويدي چې بمونواو پوچکو هم چاودنې رامنځته کړي او خلک يي لۀ مرګ ژوبلې سره مخامخ کړيدي .

نوپۀ کارده چې خلک زړو اوسپنو او نوروناپېژانده شيانوته ته لاس ورنۀ وړي،بايد دکلې ملا امام، مشران، امنيتي مسولين او د ماين پاکۍ ټيمونو ته خبر ورکړي.

 سېلابونه او د کورونو ودانول دابادۍ غږ
سېلابونه او د کورونو ودانول
بې وسلې کېدل اوکارموندنهد ابادي غږ
بې وسلې کېدل اوکارموندنه
په سيندونوکې داوبود کچې لوړېدلد ابادۍ غږ
په سيندونوکې داوبود کچې لوړېدل
کلاشينکوف د آبادۍ غږ
په کورونو کې د وسلو ساتنه
وېلنید ابادۍ غږ
وېلنی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>