د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې هر کال په هيواد کې له پينځۀ لسو نه تر شلو فيصدو پورې څاروي مري چې ډيره برخه يي په دوبي کې د تبک دناروغۍله امله دي. سره لۀ دې چې په هېواد کې د بيلا بيلو ناروغيو لپاره واکسينونه شته خو بيا هم يو شمېر مالداران مالونو ته يا واکسين نه کوي اويا يې په اړه معلومات نه لري. دبغلان ولايت اوسېدونکی محمد شعيب وويل: " زما مالونه داسي خراب شوي وو چې په لاره نشوتللای ، له خولې يې زږونه روان و،خوراک يي نۀ شوکولای ، شيدي يي کمې کولې.  | | | داواکسين مالونه له ناروغيوساتي ، خوراک ښه کوي، چاغېږي، او شيدي هم ډيري کوي |
غټ غويی مې حلال شواو غوښه يي چا نه خوړله په دښته کې مې وغورځوله اوس راته خلک وايي چې تبک نيولې و بايد واکسين کړي دي وای کاشکې مې کړي وای اوس به ولې تاواني کيدم" د څارويو ډاکټرانو وويل:" داناروغي په دوبي کې څاروي نيسي. د لويو مالونو دپښو سومان ورستيږي او د خولې نه يي زګونه ځي او د کوچنيولکه د ميږو د بچيو دزړونو د خرابيدو سبب هم کيږي ْ د لو ګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ اوسيدونکي خان محمد وويل: " زه د څارويو د واکسين پروخت له کلينک نه واکسين راوړم او خپل ووړاو غټ مالونه واکسينوم. زه په دې برخه کې تجربه هم لرم او له وترنرانو نه پوښتنه هم کوم اوڅاروي ته د هغه د عمر په اساس هماغه دوز تطبيقوم. هېڅکه په خپل سر خپل څاروي نۀ واکسينوم. داواکسين مالونه له ناروغيوساتي ، خوراک ښه کوي، چاغېږي، او شيدي هم ډيري کوي.  | | | په افغانستان کې دناروغيو لپاره واکسينونه شته خو بيا هم ځينې مالداران مالونه نه واکسين کوي |
په کلې کي له نورو مالدارانو سره هم د واکسين په برخه کې مرسته کوم " د واکسين د ګټوپه هکله د ننګرهار پوهنتون د وتر نري علومو دپوهنځې استاد ناظر فيصل وويل: " د بېلابېلو نارغيو نه يي ژغوري، شيدي زياتوي، صحت پيدا کوي اوبل ووړ مال وړۍ نه تويوي. بايد د هر موسم لکه پسرلي، اوړي، مني او ژمي د ناروغيو لپاره د هماغه موسم تر رارسېدو مخکې واکسين وشي" |