BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:08 گرينويچ 2008 ,09 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ابادۍ غږ: شاړې او ماينونه

شاړې او ماينونه
هلته چې د جنګ نښې وي نو کېدای شي چې ماينونه هم وي . لاړ شئ ماين پاکان خبرکړئ.
ايا د شاړو ځمکو د ابادولو پر مهال خلک د ماينونو او ناچاودو مهماتو سره مخ کېدای شي، ايا داسې پېښې شته؟ د لوګر اوسېدونکي عبادالله وويل :

" زموږ په شاړې ځمکې کې تراکتورکار کاوۀ ، چې ناڅاپه چاودنه وشوه کله چې ورغلو ماين تراکتور وران کړی او چلونکی يې ټپي و ."

د لوګر بل اوسېدونکي بنات خان وويل:" کله چې له مهاجرته راغلو نو ددې لپاره چې د خپلې شاړې په ابادولوکې په ماينونو برابر نه شو له خلکو نه مو پوښتنه وکړه. هغوئ وويل چې خمکه له ماينونو ډکه ده .

وروسته مو ماين پاکان خبر کړل تر څو يې پاکه کړي ، هرڅوک چې شاړې ځمکې ابادوي بايد دسيمې د خلکو نه پوښتنه وکړي، وګوري چې هلته تيږې په رنګ سرې شوي که نه؟

 دشاړو ترآبادولودمخه بايدله خلکو سره مشوره وشي چې ماين ونه لري.

او بل که د جنګ نښې وي نو کېدای شي چې ماينونه هم وي . لاړ دې شي ماين پاکان دې خبرکړي " په افغانستان کې دملګرو ملتونو دماين پاکۍ دنړيوالې ادارې چارواکي رفيع الله الکوزي وويل:

" که څوک چېرته د جنګ نښې يا سوځېدلی موټروويني نو هلته دې کار نه کوي.د ماين پاکانو له لوري نښو ته دې هم پام وکړي مثلاً سرې شوې تيږې د ماين او شنې تيږې د ناچاوده مهماتو د شتون نښه ده.

که خلک ددغو نښو او ياکوم نا اشنا شي سره مخ کېږي نولاس دې نه وروړي، د سيمې خلک او ماين پاکان دې خبر کړي".د لوګر بل اوسېدونکي عزت الله وويل:

" څوک چې زموږ کلي ته نوي راشي او غواړي خپلې شاړې ابادې کړي او په ځمکه کې ماينونه وي موږ يې پوهوو چې لومړی بايد ماين پاکان خبر کړي ."

شاړې او ماينونه
موږدشاړې په ابادولوکې د ماين له ډاره د خلکو نه پوښتنه وکړه ويې ويل خمکه موماينونه لري.

دهغو شاړو ځمکو په هکله چې دماينونو اوناچاوده توکو د موجوديت شک پرې کېږي ،بايد مخکې ترآبادولو دسيمې له خلکو سره مشورې وشي.

پوښتنه وشي چې ايا په ځمکه کې يې د ماينونو او ناچاوده مهماتو خطر شته او که نه او همدارنګه ماين پاکان خبرکړای شي ترڅو مو ژوند له خطر څخه وژغورل شي .

دتاکونو پڼه کول دابادۍ غږ
دتاکونو پڼه کول
د څارويو واکسيند ابادۍ غږ
د څارويو واکسين
 د انګور تاک خس و برګد آبادۍ غږ
د انګور تاک خس و برګ
 د ګلابو کښت د ابادۍ غږ
د ګلابو کښت
زړ ې اوسپنېد ابادۍ غږ
زړ ې اوسپنې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>