د افغانستان ځينې خلک د باغونه د محصولاتو له لارې خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بيايي. وچکالي هغه ستونزه وه چې ځينې تاک لرونکي يې تاواني کړي دي. همدارنګه د ځينو بزګرانو کمه تجربه ددې باعث شوې چې ښه حاصل وانۀ خلي. ښکاره خبره ده چې کله تاک ته کافي اوبه ورنه کړاى شي وده نشي کولاى . خو دافغانستان په شمال کې تاکونو ته د زياتو اوبوورکولو له امله ځينو باغ لرونکوته ستونزې پيدا شوې وې. د پروان ولايت ته له مهاجرته راستون شوي عبدالواسع وويل: " تېر کال مي په تاکونو کې د ډېرو اوبو ورکولو لۀ امله د قارچ ،اتشک ،او قرغنه مرضونه پيدا شوي وو" دکابل ولايت دقرباغ ولسوالۍ اوسيدونکي خاکساراکاخيل وويل: " زه په پڼه کولو کې ډير احتياط کوم ځکه دتاکونو پڼه دتاکونو دنمواو وږي لپاره ډيره مهمه ده زه تاکونه دعمراو دخاورې د نوعيت په اساس پڼه کوم. يو کلن يا له يو کال نه دکم عمر تاکونه تر دريواوڅلورو کلونوپوري ډيرو اوبو ته اړتيا لري او تاکونه چې له دي نه زيات عمر ولري کمواوبوته اړتيا لري. ځکه چې ريښې يې اوبو ته رسېدلې وي او مټه ځمکه کې چې تاکونه وي دا هم ډيرو اوبوته اړتيا لري خو په شګلنه کې يې بيا نۀ لري.  | | | تېر کال مي په تاکونوکې دډېرواوبوورکولولۀ امله د قارچ ،اتشک ، قرغنه مرضونه پيدا شوي وو |
په مټه خاوره کې بايد تاکونه په پنخلس ورځوکې او په شګلنه ځمکه کې په لسو ورځو کې او هاغه تاکونه چې تازه کينول شوي وي په هرو دوه يا درې ورځو کې اوبه شي" دقرباغ ولسوالۍ د زراعت مامور محمدرسول وويل: "داتجربې بالکل سمې دي. تاکونه هم دانسانانو په څېرکه خواړه کم ورکړل شي کمه او که زيات ورکړل شي زياته وده کوي " دقندهار ولايت اوسيدونکې عبدالخالق وويل: " تېر کال موانګور وراسته شول او خوږوالی يې هم نه درلود. سږکال مو چې پڼه کنټرول کړه نو دانګورو کيفيت مو ښه شو" |