 | | | د ميله ځای په هکله بايد له ځايي خلکو او د جومات له امام څخه معلومات واخيستل شي. |
د ماين پاکۍ نړيواله اداره وايي چې په افغانستان کې هره مياشت له (٥٠) تر (٦٠) پورې خلک د ماينونو او ناچاوده توکو له امله مړه او يا ژوبل کېږي. دغه مرګ ژوبله بېلابېل لاملونه لري چې يو يې هم مېله ده. د بېلګې په توګه دبلخ ولايت د شېر آباد د سيمې يو اوسېدونکې عبدالقدس وايي: ”د نوروز ورځ وه، زه له څو تنو ملګرو سره د چهل دختران سيمي ته دمېلې لپاره راغلم، يوه ملګري مې پسې رامنډه کړه، زه نژدې يوې غونډۍ ته وختم چې ناڅاپه مې د يو شي غږ واورېد او پر ځمکه ولوېدم، په روغتون کې سترګې وغړولې او ښی پښه مې ډاکترانو راڅخه پرې کړې ده“. د بغلان ولايت يو اوسېدونکی عبدالباري وايي: ”زما د خاله کور دغره پر سر و، زه هلته د کاغذباد الوزولو لپاره ولاړم. ناڅاپه پر ماين ور برابر شولو.  |   په نا اشنا سيموکې دماينونو او ناچاوده توکو موجوديت ډېر وي.  |
دخاله د زوی مې پښه په ماين پرې شوه او زه ټپي شوم“ . خو د دغسي پېښو د مخنيوي لارې چارې څه دي؟ د ننګرهارولايت يو اوسېدونکې کامران وايي: ”موږ هره اوونۍ مېلې ته ځو. داسي ځای ته نه ځو چې تر اوسه څوک نه وي پر تللي. پلوماشومانو او د ماين نښونښانو ته هم پام کوو. د ماين پاکۍ د ادارې يو غړی عبدالغياث هم په دې باب وايي: ” که څوک په کومه سيمه کې بلد نه وي هلته دې نه ځي، ځکه چې په نا اشنا سيموکې دماينونو او ناچاوده توکو موجوديت ډېر وي. بايد په سيمه کې له ځايي خلکو، د جومات له امام او يا دکليوالي شوراګانو له غړو سره خبرې وکړي او يا دي د ماين نښوته پام وکړي.“ |