د (٢٠٠٥) م کال ديوې څېړنې پر بنسټ په ټول افغانستان کې (٩٢٠٠٠٠) وګړي په ډول ډول نشو په ځانکړې توګه په پوډرو روږدي دي. دکابل په ښارکې يو پوډري چې خپل نوم نه ښيي وايي: ” ما يوځل پوډر پرېښودل خو له پخوانيو انډيوالانو سره ناستې ولاړې بېرته په پوډرو اخته کړم. که څه هم زه اوس نيت لرم چې پوډر پرېږدم خو افسوس چې نوم مې بد شو“. يو بل معتاد وايي: ”ما پوډر پرېښودل. کله چې به ما د يو ضرورت لپاره له کورنۍ څخه پيسې وغوښتې هغوی به داسي فکر کاوه چې زه په دې پيسو پوډر رانيسم، ما ويل هسي بدنام يم، هغه و چې بيرته مې پوډر شروع کړه“. زه که جوړ هم شم له کورنۍ سره نه اوسېږم، ځکه چې کورنۍ مې په سپکه سترګه راته ګوري“. دلوګرولايت يو اوسېدونکی طاهر وايي:  | د درملنې ښه لاره   د پوډريانو درملنې ته يې په پرله پسې ډول پاملرنه وکړي او ښه چلند ورسره وکړي.  |
”دوه کاله کېږي چې پوډر نه څکوم اوس ډېر خوشاله يم“. دنشې په پرېښوولو کې دکورنۍ مرسته هم ډېر اغېز لري. دلوګرولايت يو اوسېدونکی رفيق وايي: ”ما د خپل ورور علاج وکړ، اوس په ډېر احتياط د هغه کړه وړه څارم چې بيا په نشه اخته نه شي“. په کابل کې د رواني ناروغيو ډاکټر منيراحمد احمدي وايي: ”هغه ناروغان چې پوډر څکول يې پرې ايښي بايد دکورنۍ غړي يې ښه چلند ورسره وکړي او په يو ښه کار يې بوخت وساتي. بايد درملنې ته يې په پرله پسې ډول پاملرنه وکړي او وڅارل شي چې له خپلو نشه يې انډيوالانو سره ناسته ولاړه ونه کړي. بايد دکورنۍ غړي ښه چلند ورسره وکړي او د ناروغ په سترګه ورته وګوري“. |