|
دابادي غږ: زراعتي محصولاتوته بازارموندنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ډيري خلك په كرنه اومالداري بوخت دي او په خپله کروندو باندې د كاربار له امله او د هغه د محصولاتو د لاسته راوړنې په وجه سره خپل ژوند په مخ بيايي. د افغانستان د بزګرانو زراعتي محصولات نه يوازې په هيوادكي دننه ښه پېرودونكي لري بلكې يوه برخه يې د هېواد څخه بهر ته هم صادريږي. د تخارولايت نه وکيل غوښتل چې، هندوانې او خربوزې بازارته د پلورلو لپاره يوسي، دی نه پوهيده چې له چا سره سلا وكړې او د بازار له نرخ نه هم خبر نه و، په پای كې يې تاوان وكړ. يو شمېر بزګران توانيدلي چې خپل محصولات په ښه توګه بازار ته وړاندې او ښه ګټه وكړي، دا چې څنګه، د بغلان ولايت نه نور محمد وايي: پخوا مو خپل زراعتي محصولات د ځمكي په سر په جلابانو پلورل، وپوهيدم کله چې جنس تر مشتريانو رسېږي نو بيه يې ډېره لوړېږي، بيا مو خپل زراعتي محصولات په خپله بازار ته يووړ. زموږ جنس د هر چاپه ګدامونوكې د ډېرې مودې لپاره نه پاتې كېږي، كله چې موږ په خپله په مشتريانو جنس وپلورو نو نرخ يې هم مناسب وي. هغه زياته کړه، په پای کې مو پرېكړه وكړه او په خپلو کې سره کيناستو، يو كس مو خپل استازي وټاكه، هغه ته مو تنخوا وټاکله او د هغه له لارې خپل زراعتي محصولات بازار ته د پلورو لپاره وليږل. دا چې د دې كار ګټه عاموخلكو ته څه ده دبغلان ولايت نه عبدالرسول وايي: "د دې كار ګټه هم بزګرانو او هم مشتريانوته رسېږي. مونږ تازه جنس په ارزانه بيه اخلو چې زموږ او زموږ داقتصاد لپاره ښه ګټه ده.
پخوا به مو مېوې اوتركاري له دوكاندارانو څخه په لوړه بيه اخيستلې، هغوی هم اړ وو چې په لوړه بيه په موږ وپلوري ځكه چې، هغوی ته هم قېمته لوېدلې." خو په دې طريقه سره موږ نور نه اړ كيږو چې تركاري اومېوه په لوړه بيه واخلو. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||