د ماين پاکۍ اداره وايي چې دافغانستان د ماين ساحې له دريو برخوڅخه دوې يې له ماينونو او ناچاوده توکو څخه پاکې شوې دي. په پاته برخوکې څړځايونه،غرونه ،دښتی اوغونډې هم راځي چې دماين او ناچاودوتو کوڅخه نه دي پاک شوي. په څړځايونوکې د ماينونو او ناچاوده توکويو موجوديت ټولو افغانانو ته خطر لري خو دپوونده وو او کوچيانو ژوند ته تر ټولو ستر ګواښ دی . په دې اړه د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ يو اوسېدونکی عبدالقادر وايي: ”دلته په پغمان کې خارداره سيم و، کله چې دکوچيانو رمه راغله تر دې سيم ور واوښته او په ماينونو والوته“. همداسې يوه ورته پېښه په لوګر وﻻيت کې محمد هارون هم په خپلو سترګو ليدلې ده، دي وايي :  | | | دماين اوناچادوتوکودلېدلوسره سم دې ماين پاکان خبرکړای شي. |
” موږ دلته د کريکيټ لوبه کوله او په دغه پټي کې ماشومانو غوا څروله، کله چې غوا لښتي ته کوزه شوه په ماين والوته او ځای پر ځای مړه شوه “. خو د دغو ستونزو دهوارۍ لپاره سيداجان کوچی داسي وايي : داچې په دې برخه کې ماين پاکان څه لارښوونې لري، په کابل کې دماين پاکۍ د نړيوالې اداري يا UNMACA ددفتر يو کارکونکی رفيع الله نيازی وايي : کوچيان بايد په څړ ځايونو کې دماينونودشته والي په اړه له ځايي خلکو پوښتنه وکړي اوپه سيمه کې دي دماينونو نښو او علايمو ته پام وکړي . دغه ډول ځايي خلک هم دا مسئوليت لري چې نابلدو خلکو او کوچيانو ته لار وښيي. |