BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:02 گرينويچ 2008 ,16 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: دګلابو اوبه او تېل

ګلاب، دګلابو اوبه او تېل

د افغانستان ځينې بزګران لږ ځمکې لري چې ددوی اړتياوي نه پوره کوي.

له دې ځايه واورئ!

ځينې بيا په دې توانېدلي چې له خپلو همدغو لږو ځمکو څخه ډېر حاصلات په لاس راوړي چې يو يې هم د ګلابو تېل او اوبه دي.

شيرين چي د ننګرهار ولايت ددره نور ولسوالۍ دشاهي کلا په سيمه کې دګلابو دتېلو اوعرق (اوبو) ايستلو د فابريکې مسئول دی وايي:

"يوه برخه ګلاب اودرې برخې اوبه دېګ ته اچوو، بيا حرارت ورکوو، تر درې ساعتونو وروسته يې حرارت په هغو پيپونوکې پورته کېږي چي له ديګ نه د اوبو په ډنډکې تقطيرخانې ته تللي دي."

په تقطيرخانه کې موځانکړي لوښي ايښي دي، هلته تېل او اوبه سره بېلېږي“. داچې يولېټر تېل اواوبه له څومره ګلابو نه په لاس راځي، شيرين وايي:

”له درې زره کيلوګرامو ګلابو نه يولېټر تېل جوړېږي اوله يوه کيلوګلابو نه يو لېټر عرق يا اوبه جوړېږي“.

د ګلابو تېل او اوبه
له درې زره کيلوګرامو ګلابو يولېټر تېل اوله يوه کيلوګلابو نه يو لېټر اوبه جوړېږي.

دګلابو دګل کارپوه، اکبرمومند دګلابود تېلو د ډولونو په اړه وايي: ”تېل دوه ډوله دي چې يو يې عضوي او بل يې غيرعضوي دي.

عضوي هغه دي چي کېمياوي سره نه وي ورکړل شوې اوغيرعضوي هغه دي چې کېمياوي سره ورکړل شوې وي.

په بهرنيو بازارونوکې عضوي تېل تر غيرعضوي تېلو زر يورو لوړ پلورل کېږي“. دکرنې وزارت د تحقيقاتو د رياست غړی انجنېر مطيع الله مايار هم دا ګل ارزښتناک بولي.

فارمسست يا درملپوه ډاکټرخان محمد وايي: "دګلاب دتېلو نه په ځينو درملوکې ګټه اخيستل کېږي".

کب نيوونکيدابادۍ غږ
دکبانو ښکار
د نعناع تېل او اوبهدابادي غږ
دنعناع تيل او اوبه
ميله ځايونه او ماينونهابادۍ غږ
ميله ځايونه او ماينونه
ماينونه اوڅړځايونهدابادۍ غږ
څړځايونه او د ماينونو خطر
پوډريدابادۍ غږ
بيا په نشه روږدېدل
يو هلک چې پردي پولې په بېل وهيدابادۍ غږ
د پولو او پټيو پرسر شخړې
زراعتي محصولاتوته بازارموندنهدابادي غږ
زراعتي محصولاتو ته بازار موندنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>