BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:49 گرينويچ 2008 ,09 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: دکبانو ښکار

کب وژوونکی
په لاسي بمونو، راکټ انداز او جنرېټرونو کبان نيول د کبانو نسل له منځه وړي.
افغانستان که څه هم ديوشمېر نورو هيوادونو په پرتله ډېرې اوبه او له بحر سره پوله نه لري، چې کافي کبان دي ولري خو بياهم ځينو خلکو کبان روزلي دي.

په افغانستان کي کبان تر ډېره حده په طبيعي عواملو له منځه ځي، لکه وچکالي، سيلاب او يا هم ځيني ناروغۍ خو ځينو خلکو د دغو پېښو مخه تر يوه حده نيولې ده.

دکابل ولايت د سالنګ ولسوالۍ د اهنګرانو دکلي يو اوسېدونکی عنايت الله وايي: ”ما څو ځله ليدلي چي خلک په لاسي بمونو، راکټ انداز او جنرېټرونو د سيند کبان نيسي“.

دسالنګ ولسوالۍ د اولنګ سيمې اوسېدونکي عبدالودود وايي:

”زه له پخوا په چنګک کبان نيسم، پخوابه مي په ورځ کې له شلو تر پنځوسو پوري کبان نيول خو اوس په ورځ کې دوه درې کبان نيسم.

که خلکو په ظالمانه طريقه کبان نه نيولای نن نو به دکبانو نسل نه ورکېدای او زموږ سيند به له کبانو ډک وای“. د پنجشېر ولايت يو اوسېدونکی محمد اکبر وايي:

”يو وخت زموږ په سيمه کې هم خلکو د کبانو د ښکار لپاره لاسي بمونه او راکټ انداز کاراوه، خو بيا د سيمې د مشرانو پام شوچي په دې ډول کېدای شي چې دکبانو نسل له منځه ولاړشي.

د بند امير کبان
له کله مو چې د کبانو په ښکار جريمه ايښې ده، په بند امير کې کبان ډېر شوي دي.

پرېکړه وشوه چې دکبانو د ښکار لپاره بايد دغه ډول وسايل ونه کارول شي. تراوسه چې چا له دې پرېکړې سر غړولی نو له پرېکړې سره سم مجازات شوی دی“.

دباميان ولايت محمد ابراهيم وايي: ”په باميانوکې هم خلکو ديوې پرېکړې له مخې دکبانو پر ښکار جريمه ايښې ده، له همدې امله اوس په بند اميرکې کبان ډېر شوي دي.

دکرنې اومالدارۍ وزارت دکبانود روزنې مسئول خليل الله فروغ وايي: ”دافغانستان کبان دنړۍ له ښوکبانوڅخه دي، که په بمونو، راکټونو او نورو نسل وژونکو وسايلو ښکارشي نسل يې ورکېږي.

هغه کبان چې په پخو اوبوکې ژوند کوي په کال کې زر هګۍ اچوي نو که دغه کبان په طبيعي ډول پرېښوول شي په يوه کال کې به بيخي ډېر شي.

د نعناع تېل او اوبهدابادي غږ
دنعناع تيل او اوبه
ميله ځايونه او ماينونهابادۍ غږ
ميله ځايونه او ماينونه
ماينونه اوڅړځايونهدابادۍ غږ
څړځايونه او د ماينونو خطر
پوډريدابادۍ غږ
بيا په نشه روږدېدل
يو هلک چې پردي پولې په بېل وهيدابادۍ غږ
د پولو او پټيو پرسر شخړې
زراعتي محصولاتوته بازارموندنهدابادي غږ
زراعتي محصولاتو ته بازار موندنه
شيدېدابادۍ غږ
دڅارويو د محصولاتو پلورل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>