 | | | په مياشت کې شپېته کيلوګرامه مرخېړي توليده وم،کوښښ کومه چې داکچه نوره هم لوړه کړم. |
د افغانستان په ځينوسيموکې ښځې هم د نارينه وو ترڅنګ په کرنه او مالدارۍ بوختې دي. ښايي دليل يې داوي چي افغانستان يوغرنی هيواد دی اوخلک يې لږې ځمکي لري. ځينې ښځې په دې توانېدلي چې ان په کور کې هم له لږې ځمکې او لږو امکاناتو له لارې مناسب عايدپه لاس راوړي، مثلاً دبلخ ولايت يوه مېرمن فاطمه وايي: ”ما دخپل کور له دوو خونوڅخه په استفادې سره صدفي رنګه مرخېړي ياپوڅکۍ په لاس راوړي دي“. د دې مرخېړيو په باب د بلخ په بازار کې دمحمد عارف په نوم يو دوکاندار وايي: ”په پيل کي خلک له دې ډول مرخېړيو سره بلدنه و اوموږ هم مجبور و چي په ډېره ارزانه بيه يې وپلورو، اوس خلک ورسره بلد شويدي اوښه بازار لري“. مېرمن فاطمې په دې باب وويل: ”موږ چې په ايران کې مهاجر وو نو هلته مې دمرخېړيو توليد زدکړ او دکورنۍ غړو دامشوره راکړه، چي داکار بايد دلته په افغانستان کې عملي کړم . په پيل کي مې پيسې نه درلودې، مې پيسې پورکړې، دکار وسايل مي واخيستل، بيا ستونزه داوه چې مرخېړي نه خرڅېدل چې وروسته دغه ستونزه هم حل شوه.  |   د مرخېړيو کاروبار ترڅنګ مې په کور کې ترکاري کرلې او له بازار نه ترکاري نه اخلم.  |
زه مې له خپله کاره ډېره خوشاله يم اوپه ځانګړي توګه کله چې حاصلات اخلم، نو ډېر دخوښۍ احساس کوم. زما په کور کې دا باغچه هم زما ده. ددې پټيو او باغچي کار زه په خپله کوم، يوازي د بېل کار يې زما مېړه کوي، دترکارۍ اوسبزيو اړتياوي مي ټولې له همدې باغچې له لارې پوره کېږي. هره مېرمن زما په څېر مرخېړي توليدولای شي، خوهغوی وېرېږي او فکر کوي چي دا ډېرسخت کار د ی، حال داچې دا کار ډېر اسانه دی او هره ښځه يې کولای شي. دا يو ډېر مهم کاردی، چي بايد لاوده وکړي، زه په مياشت کې شپېته کيلوګرامه مرخېړي توليده وم،کوښښ کومه چې داکچه سلو کيلو ګرامو ته لوړه کړم“. |