BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:59 گرينويچ 2008 ,02 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: زيمناکې ځمکې

زيمناکې ځمکې

د افغانستان دځينو سيمو زراعتي ځمکي جبه زارې يا زيمناکې وي او چندان حاصل نه ورکوي، جبه زارې په دې مانا چې تل نمجنې، لمدې او اوبه يې مالګينې وي.

نو له همدې امله چې کله بزګران په خپلو دغو ځمکو کې هر فصل وکري ښه حاصل نه کوي.

علت يې دادی چې دغه ډول ځمکې نه وچېږي چې قوت پيدا کړي او زراعتي بوټي حاصلاتو ته برابر کړي.

دلغمان ولايت دقرغه يي ولسوالۍ يو اوسېدونکی نور محمد وايي:

”زما ځمکه جبه زاره ده، سم حاصل نه کوي، هر شی چې په کې وکرم وچېږي، هر څومره سره ياکود چې ورکوم بيا هم حاصل نه کوي“.

خو ځينو خلکو بيا د دغې ستونزې د اوارۍ لپاره ځينې لارې چارې هم موندلي دي. دتخار ولايت يو اوسېدونکی تسکين وايي:

”زه خپلو زيمناکو ځمکو ته په هر فصل کې حيواني سره ورکوم چې وچې شي او حاصل وکړي“. خو د ميدان وردګو ولايت يو اوسېدنکی سعيدالرحمن وايي:

زيمناکه ځمکه
که په ځمکو کې جرونه وايستل شي او ياهم په کې ځنګل جوړ شي نو ځمکې ته به ډېره ګټه وکړي.

”ما خپله ډېره جبه زاره ځمکه د سيلاب په خړو اوبو اباده کړه، دسيلاب خړې اوبه مې پر ځمکه ورخوشي کړې چې اوس سم حاصل ورکوي “.

د ننګرهار پوهنتون د کرنې د پوهنځي د خاورې پېژندنې دڅانګې استاد پوهاند محمد طاهر تورکی په دې باب وايي:

”دبزګرانو دغه تجربې ګټورې دي، خوکه ددې تر څنګ په ځمکو کې جرونه وايستل شي او ياهم په ځمکو کې ځنګل جوړ شي نو دا يې تر ټولوګټورې لارې دي“.

خود ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ يواوسېدنکی کابلی وايي:

”ما په خپله ځمکه کې جرونه ايستلي او شولي مې پکې کرلي دي، نورو خلکو بيا په خپلوځمکوکې د سفېدار ونې ايښي دي او ښه حاصل ځنې اخلي“.

فاطمهد آبادۍ غږ
فاطمه يوه بريالۍ څېره
ګلاب، دګلابو اوبه او تېلد ابادۍ غږ
دګلابو اوبه او تېل
کب نيوونکيدابادۍ غږ
دکبانو ښکار
د نعناع تېل او اوبهدابادي غږ
دنعناع تيل او اوبه
ميله ځايونه او ماينونهابادۍ غږ
ميله ځايونه او ماينونه
ماينونه اوڅړځايونهدابادۍ غږ
څړځايونه او د ماينونو خطر
پوډريدابادۍ غږ
بيا په نشه روږدېدل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>