د افغانستان د يو شمېر سيمو بزګران سږکال په پټيو کې د مږو له ډېروالي سرټکوي او وايي چې د دوی پټيوته زيان رسوي. د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ يو بزګر داسي وايي: ”زموږ په پټيو کې مږې ډېرې شوي او هرې خواته يې سوري جوړ کړي دي کله چې پټي ته اوبه ورخوشي کړو نو د مږو په غارونو ننوزي اوپټی وچ پاته شي، له دې امله مو اوس ځمکې ښه حاصلات نه کوي“. په کوم ډول ځمکوکې مږي ډېري پيدا کېږي؟ بزګران وايي چې د دوبي په موسم کې په هغو ځمکو کې مږي ډېرې وي چې پولې يي کبلي او واښه ولري. دغه مږې نه يوازي دا چې کرنيزو محصولاتو ته زيان رسوي، بلکې د ونو ډډونه (تنې) هم سپينوي او پوستکي يې خوري چې په نتيجه کې ونې وچېږي.  |  په کرنيزو ځکو کې د مږو شتون بزګرانو ته يوه لويه ضربه ده.  |
البته ځينې داسي تجربه کار بزګران هم شته چې د مږو د مخنيوي په برخه کې ښې تجربې لري. دننګرهار ولايت د سرخرود ولسوالۍ يو اوسېدونکی نور حسن داسي وايي:”زه د مږو غارونه په بېلچو ورانوم، پر غارونو يې خېژم او په پټي کې له سره نوي پولې جوړوم چې د مږو ژوند مشکل شي او له منځه ولاړې شي، دا مږې چې دلته پرتې دی همدا اوس مې وژلي دي“. خودکابل ولايت د چهار اسياب ولسوالۍ يو بزګر احمد شاه بيا بله تجربه لري، دی وايي: ”موږ خپلوځمکوته اوبه ورخوشي کوو چې غټې مږي له سوريو راووزي، بيايې په بېل وهو او بچي يې په هماغو سوريو کې په خپله مري.  | | | بايد بزګران په ډله ييزه توګه د مږو د مخنيوي لپاره مټي راونغاړي. |
د غارونو مخ ته لوګې هم کوو چې داهم دمږو د مخنيوي يوه ډېره ګټوره لاره ده“. د ننګرهار پوهنتون د کرنې دپوهنځي دنباتاتو دساتنې دڅانګې استاد محمد اصف باوري وايي: ”د بزګرانو دغه ټولې تجربې ډېرې ګټورې دي خو ددې تر څنګ بايد بزګران په ډله ييزه توګه د مږو د مخنيوي لپاره مټي راونغاړي“. |