 | | | د ډېرو خلکو کوکنار په پټيوکې يا واړول شول او يا هم د قاچاق پرمهال ونيول شول. |
د افغانستان د اساسي قانون له مخې د کوکنارو کښت، ساتل او قاچاق جرم ګڼل کيږي. په دې کار کې به ځينو خلکو ګټه ګړې وي خو نورو بيا تاوان کړی دی. بلخ ولايت چي پخوا کوکنار پکې کرل کېدل اوس نه پکې کرل کېږي. داچي ولي خلک يې يولامل دا ښيي چې موږ دکوکنارو له امله ډېر زيات تاوانونه وليدل. دبېلګي په توګه دهمدې ولايت يو اوسېدونکی سيداسدالله وايي: ”ماڅوکاله پرله پسې کوکنار کرل او قاچاق به مې يې هم کاوه، څو ځله مې تاريک ونيول شول. له همدې امله مي له پلار نه په ميراث راپاتي پنځوس جريبه ځمکه خرڅه کړه او پيسې مې يې هغو خلکو ته ورکړې چې د قاچاقو لپاره مې پيسې ځينې اخيستي وې“. د يو جومات مشر مزمل وايي: ”ما لومړی د ترياکو قاچاق کاوه او ښې پيسې مې هم پکې وګټلې. خوکله چې مې مالونه ونيول شول ځمکه او نوره شتمني مې هم پکې ولاړل. زه چې کله پوره وړي وم نو ماته څوځله ګواښونه شوي چې که پيسې پر خپل وخت رانه کړې نو وژنم دي.  | | | ډېري خلکو هغه ځمکې چې له پلاره ورته په ميراث پاتې وې د قاچاق له امله له لاسه ورکړې. |
تر دې وروسته مې له خپلو وروڼو سره سلا او مشوره وکړ ه، چې ددې کارله امله تباه کېږو، نو هغه و چې له دې کاره مو لاس واخيست“. دکابل ولايت دقرباغ ولسوالۍ يو بزګروايي: ”موږ له دې امله کوکنار نه کرو، چي که ترياک ونيول شي، نو هم به موږ اوهم به مو څاروي وږي وي اوبل داچې د کوکنارو کښت په اسلام کې حرام کار دی. |