BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:19 گرينويچ 2008 ,14 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: د چرګانو ټوغکی

د چرګانو فارم کار کوونکي.
که چرګان ناروغ وي له منځه يې وړي او په يو ژور ځای کې يې اچوي اوچونه پرې اچوو.
په افغانستان کې ځينې بزګران دکرنې اومالدارۍ ترڅنګ چرګان هم ساتي. دوی دچرګانو دهګيواوغوښو ګټې دې ته هڅولي چې ځينې يې کوچني فارمونه جوړکړي.

چرګان هم د نورو حيواناتو په شان ناروغۍ لري چې له دې جملې څخه يو هم د ټوغکي ناروغي ده. دپروان ولايت اوسېدونکی معلم عبدالخالق اړه وايي:

”زه له څوکلونوراپه دې خوا چرګان ساتم، خو چرګان مې د ټوغکي ناروغۍ ونيول او په څوورځوکې ټول له منځه ولاړل“.

دهمدي کلي يوبل اوسېدونکی عبدالباري د ټوغکي د نښو په باب وايي: ”د دې ناروغي نښي دادي چي چرګان اسهال کېږي،تر خولې او پوزي يې اوبه بهېږي،

له خوراک او هګيو لوېږي، ډنګرېږي، پر سينه ښويېږي او وزرونه يې ځړېږي“.د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي نور اغا وايي:

”زموږ په سيمه کې هم داناروغي خپره شوه، خوموږ د يو لړ وقايوي تدابيرو په پام کې نيولو سره چرګان له دې ناروغۍ څخه و ژغورل.

مخکې له دې چې دا ناروغي زموږ چرګانوته ورشي، دچرګانو دانو، خوراک ته پام کاوه، چرګان مو نه پرېښودل چې له ناروغو چرګانوسره يو ځای وګرځي.

که موکوم نوی چرګ اخيسته نو روغتيا به مو يې جدي څاره، کله به چې ډاډه شولو چي ناروغ نه د ی نو بيا به مو له نورو چرګانوسره ګډايله کاوه.

داهم ډيره مهمه ده چي دمرغانچي هواقيد نه شي، زر زر پاکه شي.

دننګرهار ولايت يو اوسېدونکي عبدالحميد وايي: "ددې ناروغۍ دمخنيوي لپاره تل خپل چرګان تل واکسين کوم“.

د چرګانو واکسين
د ټوغکي د مخنوي لپاره، چرګان واکسينوي او د ځای پاکوالي ته جدي پاملرنه کيږي.

په پروان کې دحيواني کلينک مسئول ډاکتر عارف وايي چې، د خلکوتجربې سمي دي خو، موږ يوازي په واکسين او دمرغانچې په پاک ساتلو بسنه نه کوو.

بلکې دانه، اوبه او ټول وقايوي تدابير يوځاي په پام کي نيسو،کله چي ووينو چي زموږ په فارم کې دا ناروغي لګېدلې نو ناروغ چرګان له منځه وړو،

په يو ژور ځای کې يې اچوو اوچونه پرې اچوو.

کله چې مرغانچې ته ځو نو دخپل ځان روغتياته هم پام کوو، ځکه کېدای شي چي ځيني ناروغۍ له انسان نه چرګانو او له چرګانو څخه انسانانوته ورشي.

کښتهدابادۍ غږ
د ښه کيفيت کشته
په باميانوکې ښځو سړک جوړکړیدابادۍ غږ
ښځې او عام المنفعه کارونه
د تارياکو سوځول د پوليس له خوا د ابادۍ غږ
د تارياکو کښت او قاچاق
مږهدابادۍ غږ
زراعتي ځمکې او مږې
زيمناکې ځمکېدابادۍ غږ
زيمناکې ځمکې
دانګورو وچولدابادي غږ
دانګورو وچول
فاطمهد آبادۍ غږ
فاطمه يوه بريالۍ څېره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>