|
دابادۍ غږ: د ښه کيفيت کشته | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان وچې اوتازه مېوې دنړۍ په بازارونو کې ځانګړی ځای لري، چي له دې جملې څخه يوه هم کښته يا کشته ده. د وچو او تازه مېوو د صادراتو او پراختيا ادارې په وينا، دافغانستان (٧٢) ډوله وچې اوتازه مېوې د نړۍ (٢٢) هېوادونو ته وړل کېږي. د ميدان وردګو ولايت يو باغوان سيف الرحمان وايي: ”زموږ کشه ځکه ارزان پلورل شوې، چې خرابه او پر ځمکه رالوېدلي زردالو موکشته کړي و او پر بام مو پلاستيک، ترپال او يا بل شي نه و اوار کړی“. دکابل د وچې مېوې يو دکاندار سيدمحمد وايي: ”دغوربند کشته ښه ده، ځکه چې هم پاکه اوهم يې رنګ ښه دی“. دغوربند دقمچاق د درې يو اوسېدونکی حاجي زرين دکشتو وچولو په اړه وايي: ”موږ چي زردالوڅنډو، نو په څوکسانو ځولۍ ورته نيسو او بيا زردالو مينځو، تر هغه وروسته يې دوې يادرې ورځي لمرته اچوو، کله چې لږ وچه شوه بيايې په ازاده هواکې اچوو. موږ زيار باسو چي ښه زردالو کشته کړو، ځکه ښه زردالو ښه کشته ورکوي او په ښه بيه پلورل کېږي“. د اروزګان ولايت يو اوسېدونکی جمعه خان دکشتې د وچولو په اړه وايي: کله چي زردالوپه ونه کې اکوک (غوره) شي، بيا اوبه نه ور پرېږدو او په لاس يې شکوو چي وچي شي بيا يې ښې له خرابوڅخه بېلوو“.
دکابل پوهنتون د زراعت پوهنځي استاد صمدي وايي: ”کشته بايد په پاک ځای کې وچه شي او زردالو بايد په لاس راټول شي، بايد لمرته مايله کېښودل شي او تور ټوکر پرې واچول شي. زردالو په دوه ډوله وچېږي، يو په طبيعي ډول او بل د سلفر په طريقه خو تر اندازې زيات سلفر دکشتې طبيعي خوند له منځه وړي“. د وچومېوو دسوداګرو د ټولنې مشر حاجي حسن وايي: ”موږ هغه کشته چي خاوره ولري په ټيټه بيه اخلو. کښته بايد ښه چاڼ شي. ياني ښه يې له خرابو، غټه له وړو او ښه رنګه والا له بې رنګه بېله شي. کشتې بايد دبوجۍ پرځای په کارتنونو کې واچول شي، ځکه په بوجيو کي يوله بل سره سرېښ او خرابېږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||