BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:56 گرينويچ 2008 ,01 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: دفارمي مرخېړيو جوړول

مرخېړي

دټولوکليوالو خلکو زراعتي ځمکې د هغوی لپاره کفايت نه کوي خو داسي بزګران هم شته له هم دغو لږو ځمکو څخه يې ښه حاصلات په لاس راوړي دي.

مثلاٌ ځينو خلکو د خپل کور په غولي کې مرخېړي (پوڅکۍ) کرلي دي او له خرڅلاوڅخه يي ښه عايد په لاس راوړي.

دمزارشريف يوه اوسېدونکې مېرمن صديقه وايي: ” وغوښتل مو چې دمرخېړيو د توليد کارخانه جوړه کړو، لومړی مو يوه ټوټه مناسبه ځمکه په کرايه ونيوله.

وروسته له هغه مو د ضرورت وړ وسايل پيدا کړل، لکه دسونګ مواد، بوس، بخار دېګ، يو مقدار د مرخېړيوتخم، يوه اندازه غنم او ګچ “.

دهمدې فابريکې يو بل کارکوونکی موسی شفيع وايي:

”دغه وسايل په ټول افغانستان کې پيدا کېږي خو موږ له کابل څخه راوړي دي او دمرخيړيو تخم موږ خپله جوړوو چې هر سړی يې جوړولای شي.

که وغواړوچې د مرخېړيو لس کيلو ګرامه تخم په لاس راوړو نو بايديو کيلومرخېړي، شپږ کيلو للمي غنم او يو اندازه ګچ پيدا کړو،

لومړی غنمو ته جوش ورکوو او وروسته د مرخېړيو تخم ټوټه ټوټه کوو. بيا ګچ ورسره ګډوو

V_V_DARI_WEEK_45.MP3
 ځينو خلکو د مرخېړي له کرلو اوخرڅلاوڅخه ښه عايد په لاس راوړي.

کله چې ښه سره ګډ شول بيا يي په بوتلونو کې اچوو او سر يې ورپسې بندوو اوبيا يې په بخار دېګ کې چې نيمي اوبه ولري، اچوو.

د يوڅه وخت لپاره بخار ورکوو چې ميکروبونه يې مړه شي، بيا ټول مواد په يو ساړه ځای کې د لسو يا دوولسو ورځو لپاره ږدو .

وروسته واښه په پلاستيکي بوجيوکې اچوو او په دې وخت کې دمرخيړيو تخم هم ورسره ګډوو وروسته دغه کڅوړي په ځانګړو کوټوکې ږدو.

بيا يې تر څلور ورځو وروسته شاوخوا ور سوري کوو او تر شلو يا دوه ويشتو ورځو پورې د کوټې هوا د ترماميتر په واسطه څارو“.

د مڼو زېرمه کول د ابادۍ غږ
د مڼو زېرمه کول
د جرګې غړيدابادۍ غږ
کليوالي شوراګانې او بيارغونه
د چرګانو ټوغکیدابادۍ غږ
د چرګانو ټوغکی
کښتهدابادۍ غږ
د ښه کيفيت کشته
په باميانوکې ښځو سړک جوړکړیدابادۍ غږ
ښځې او عام المنفعه کارونه
د تارياکو سوځول د پوليس له خوا د ابادۍ غږ
د تارياکو کښت او قاچاق
مږهدابادۍ غږ
زراعتي ځمکې او مږې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>