BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:53 گرينويچ 2008 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: د مڼو زېرمه کول

د مڼو زېرمه کول

مڼه د نورو مېوو په پرتله تر ډېره حده ساتل کېدای شي، خو دا کار ځانکړی مهارت اوتجربه غواړي چي د مڼود راشکولوڅخه پيل کېږي.

د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ يو باغوان رحمت الله وايي:

” موږ مڼې په تجربه کارو باغوانانو راشکوو، تر بند يې نيسو او هغه دوړه چي پر مڼه پرته وي نه يې ترې پاکوو او په کارتن کې هر لورې ته پنډ کاغذ ورکوو.

خرابي مڼې له روغو جلاکوو، له باغ نه ترکوره پوري هڅه کوو چې مڼې زخمي نه شي او رالوېدلي مڼې له روغو سره ګډې نه شي“.

دميدان ورد ګو ولايت يو اوسېدونکی سيدالرحمن وايي: ”موږ تېر کال دوه سوه منه مڼې په څاراکې ذخيره کړې اوټول ژمی مو خوړلې.

څارامې ورته وکيندله او په لمر مې ښه وچه کړه، مڼې مې په کې واچولې اويو هواکش مې هم ورکړ. په ژمي کې مې پلاستيک او ترپال پري واچاوه،

وخت پر وخت مي کتلې، خرابې مڼې مې له روغو څخه جلاکولې او د دلوې د مياشتې په پاي کې مې پلاستيک تري لري کړ“.

د مڼو شکول
 مڼې په تجربه کارو باغوانانو راشکوواو دوړه يې ترې نه پاکوو.

د پغمان ولسوالۍ دمحمدخېلوکلي يواوسېدونکی عبدالقيوم خان وايي: ”موږ ددې خوني (کپې) ټول لوري بندکړي،

يوازي مود شمال خواته دخښتوپايې ورکړي چې هوا ور شي خو لمر ور دننه نه شي. خونه مو په تيږو فرش کړې، ددې لپاره چې له نم څخه په امن کې وي

او ددې لپاره چې موږک صندوقونه خراب نه کړي دخونې چت مو پنځه متره لوړ کړی چې يخه هواهم پکې وچلېږي .

کله چې هوا ډېره سړه شي نو پر کارتنونو باندې پلاستيک اچوو او په هره درې متره فاصله کې اليکين ورته ايږدو،

ددلوې مياشتې تر شلمې وروسته پلاستيکونه ځنې ليري کوو او په يخه هواکې يې ساتو.

د جرګې غړيدابادۍ غږ
کليوالي شوراګانې او بيارغونه
د چرګانو ټوغکیدابادۍ غږ
د چرګانو ټوغکی
کښتهدابادۍ غږ
د ښه کيفيت کشته
په باميانوکې ښځو سړک جوړکړیدابادۍ غږ
ښځې او عام المنفعه کارونه
د تارياکو سوځول د پوليس له خوا د ابادۍ غږ
د تارياکو کښت او قاچاق
مږهدابادۍ غږ
زراعتي ځمکې او مږې
زيمناکې ځمکېدابادۍ غږ
زيمناکې ځمکې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>