|
د ابادۍ غږ: نجوني او کورنۍ زده کړې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زده کړې ته هرڅوک ضرورت لري، ځکه نو داسلام دين هم پر زدکړه تر بل هرڅه ډېر ټينګار کړی دی او پر هر مسلمان نارينه او ښځه يې علم فرض ګرځولی دی. که څه هم په کليواوبانډو کې ښوونځي جوړشوي دي خو بيا هم د نجونو دزده کړې په اړه ډېرې ستونزې شته، له دې سره سره ځينې داسي خلک هم شته چې له ښوونځي پرته يې دغه ستونزې اوارې کړي دي. دکابل ولايت اوسېدونکی حاجي جميل وايي: ”زموږ نجونوپه پېښورکې درسونه ويلي وه، اوس دلته نجوني ديولړ ستونزو له امله ښوونځي ته نشي تلای زموږ د کور ښځې زموږ دکلي نجونو ته ليک لوست، قرانکريم او نورداسي ضروري مضامين وايي، هم يې خپله له ياده نه وزي اوهم نورو ته ګټه لري“. ځينو خلکو د نجونود زده کړې له جومات څخه پيل کړي دي، په دې اړه د وردګو ولايت دچک ولسوالۍ دقولک دکلي اوسېدونکی عبدالصبوروايي: ”موږ زموږ د کلي د ملاامام په نوښت سره راټول شولو او په جومات کې موهلکان او نجوني پر ټولګيوسره ووېشلې، کليوال ښوونکي، دلوړو ټولګيو زده کوونکي او ملا امام سره سلاشول.
اوس يو منظم ښوونځی لرو اوله شپږم ټولګي نه څودورې فارغين لرو“. د غزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ د شېرآباد دکلي اوسېدونکې زرلښته وايي : ” ماخپلې زده کړې له جومات نه پيل کړي اولوړې زده کړې مې داسلام اباد په نړيوال پوهنتون کې کړي دي“. دلوګرولايت اوسېدونکی مولوي فروتن وايي: ” زمامېرمن باسواده ده، دکلي نجوني ورته راځي او دا درس ورته وايي“. د وردګوولايت يوه نجلۍ فريماه وايي: ” ما ليک اولوست له پلار نه زده کړی اود ژمي په موسم کې د کابل ښارته ځم او هلته کورسونه وايم“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||