دژمي په موسم کې دافغانستان په سړو سيموکې، چې ښوونځي رخصت وي، د ژمنيو کورسونو ويل د زده کوونکو لپاره دزده کړې يو ښه چانس دی. په لرې پرتوسيموکې بيا دارنګه اسانتياوې ډېرې لږې وي . دپروان ولايت دسرخ پارسا درې اوسيدونکی عبدالمنان نظامي وايي : " زمونږ په سيمه کې دزياتوواورو له امله له يوه کلي نه بل کلي ته تګ ستونزمن وي ،له دې کبله خپلوان زمونږ کره کابل ته راځي اوژمني کورسونه وايي ." دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دکانزت دکلي زده کوونکی ،طوفان، وايي : " هرکال به په ټولګي کې نيمګړی اوياهم ناکام وم ، تيرکال مې د ژ مي به رخصتيو کي سبق وويل په ښه درجه بريالي شوم."
 | | | د ژمنيو کورسونو ويل د زده کوونکو لپاره دزده کړې يو ښه چانس دی. |
داچې پرته له دې نوري کومې لارې شته چې ښه ګټه تري واخيستل شي، دښوونې اوروزنې وزرات دنصاب جوړونې له څانګې استادعبدالناصر شفيق وايي: " ډله ييزه مطالعه يانې دا چې زد ه کونکي يوکتاب سره ووېشي اوپه جدي توګه يې مطالعه کړي اويوبل ته يې واوروي اويو ديوبل له مهارتونو ګټه واخلي. که د لوړو ټولګيوزده کوونکي دټيټو ټولګيو له زده کوونکو سره مرسته وکړي، دا به هم دزده کړې غوره لار وي." |