|
دابادۍ غږ: ژمي او څاروي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په کليواوباڼدوکې ډيري خلک څاوري ساتي اود ژوندانه اړتياوې له دې لارې پوره کوي. دا چې ژمي هواسړه وي ، اودڅارويولپاره خوراکي توکي هم دنورکال په څېر نه پيداکيږي ځنې څاروي شل اويا هم په نورو ناروغيواخته کيږي . د وردګوولايت اوسيدونکي فصيح الله چي تېرکال يي کډه له کندهاره کابل ته راغلې وه وايي : "داچې دغوا لپاره مو مناسب ځاي اوکافي خواړه نه درلودل ، غوا ورځ په ورځ ډنګرېدله دشپېت وزرو غوا موپه شل زره افغاني وپلورله " دکابل ولايت دپغمان ولسوالۍ دمحمدخيلو دکلي اوسيدونکي عبدالمتين چي ،د غوا وو فارم لري ، وايي : " دکال په پيل کې دڅارويولپاره رشقه ، بيده ، اونورشنه وچوم او په ژمي کي يې له کونجاړې ،سبوس او دجوارو اوړه سره ورکوم چې ډنګرنشي. د غوچلې دروازو ته پلاستيک نيسم اوټول مالونه ځل کوم، دغوجلې غولي او اوخورونه مو سيمټ کړي چې پاک پاتې شي." دکابل پوهنتون دوترنري پوهنځي استاد عبدالرزاق ارشاد وايي: "دڅارويودشل والي لاملونه ډيردي ، ځيني يې په خوړو پوري اوځيني يې په غوجلې پوري اړه لري.
بيده ،رشقه ، کونجاړه اود وترنرپه مشوره بوس له سپينې سرې سره ګډول هم دوښو خوندښه کوي اوهم څاروي قوي کوي." دغوجلې ديوالونه دې ګچ ياکاګل او غوجله دې ٣٠ سانتي متره دځمکې له تله لوړه جوړه شي. دوه کړکۍبايد ولري ، يوه دجنوب اوبله دشمال لورته چې لمر اوتازه هوا ورته ورسيږي. هغه څاروي چې له بازاره يې اخلي ، لومړی بايد وکتل شي چي مضرحشرات ونلري ، له کتنې او درملنې وروسته دې له نوروسره ګډشي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||