BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:37 گرينويچ 2009 ,09 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ : ژمی او سفر

ژمی او سفر

ژمی دافغانستان په ډېرو سيمو کې سوړوي او واوري اوري چې له امله يې کله ناکله په کليو او بانډو کي ناوړه ترافيکي پېښې هم رامنځته کيږي.

خلک دڅينواړتياوله مخې له يوي سيمې نه بلې ته او يا له يوه ولايت نه بل ولايت ته سفر کوی .

له دوي څخه يو شمېريې د لارې په اوږدوکې ناروغه کيږي ، يخ يي وهي ، لاره ورکه کو ي اويا هم له نورو ډول ډول خطرونو سره مخ کيږي.

احسان الله ،دوردګو ولايت يوتن اوسيدونکي ، د پکيتکا ولايت ته دتګ په لاره کې د ناوخته کېدو له امله شپه په يوه کلي کې تيره کړه.

يارمحمد،دپکيتکا ولايت او سيدونکي ، وايي :

"دسفرپه مهال ګرمې جامې او خوراکي شيان له ځان سره اخلم ،د لارې دلنډوالي په ځای د هغې خطرته ډېره پاملرنه کوم."

د زابل ولايت اوسيدونکي، حاجي شاه ولي چي د درملنې لپاره يي خپله ميرمن کابل ته راوستي ، له ځان سره يې کمبله اوخوراکي توکي هم راوړي دي.

ژمی اوسفر
په هغولارو، چې په واورو پوښل شوي وي، د سفر په مهال بايد ژمني وسايل له ځان سره ولرو.

د وردګو ولايت اوسيدونکي محمدعالم له سفرنه مخکې د هوا دحالاتو په پام کې نيول ضرور بولي.

دکابل کندهار دلين موټر چلوونکی،خالد، وايي :" له حرکت نه مخکې موټر ښه چک کوم ،اضافي ټاير،ټيوب ، چاينونه ، او نور اړين وسايل له ځان سره اخلم."

ماشومدآبادۍ غږ
د ماشومانو ساتنه او څارنه
فرهنګي ټولنېد ابادۍ غږ
فرهنګي ټولنې
واورې اوکوڅېدابادۍ غږ
واورې اوکوڅې
دانسان قاچاقدابادۍ غږ
دانسان قاچاق
ژمنۍ رخصتي دابادۍ غږ
ژمنۍ رخصتي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>