BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:23 گرينويچ 2009 ,29 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: د ماشومانو ساتنه او څارنه

ماشومان دکارپه حال کې

په افغانستان کې دنيستۍ، امنيت نشتوالي او جنګ جګړو له امله زيات شمېر ماشو مان له خپلو حقوقوبې برخې شوي .

دې کاريوشمېر دزده کړې په ځای له کوره دباندې کارکولوته اړ کړي چې له تاوتر يخو ا لي، ناوړه ګټې اخيستنې او حتی له جنسي تيري سره هم مخ شوي .

په افغانستان کې دبشردحقوقود خپلواکې ټولنې دشمېرې له مخې يواځې دروان لمريز کال په لومړيو شپږومياشتو کې داشان ٣٢ پېښې ثبت شوې دي.

ددغې ټولنې دماشومانود ساتنې دبرخې کارکوونکې، سپوږمۍ ، دماشوم د سرپرست نه د هغه ليرې والی د نړېوالو نورمونو خلاف بولي.

غلام حضرت دپغمان ولسوالۍ داورياخېلودکلي اوسېدونکی،چې يو مستري دی ، وايي :

"دکورنۍ مشرانوته نه ښايي خپل ماشومان کارته وګماري ، خوکه چېرې ډېره اړتيا پېښيږي له داسې کس سره دې ماشوم کارته کښېنوي چی پېرني يې ."

که داکارونه له يوې خوا ماشوم له جسماني اړخه کمزوري کوي نو بله پلوه په روحي کمزورتياهم اخته کيږي.

دکابل د تعليم اوتربيې دپوهنتون دروانشاسۍ استاد محمد علم بيان وايي:

ماشومان
که چيرې ماشومان له کوره دباندې کارته اړايستل کيږي،بايد ټينګه پاملرنه يې وشي.

"کله چې يو ماشوم ونه کړای شي دخپل نفس له عزت نه دفاع وکړي، عقده پيدا کوي چې داکار دهغه په روحياتوناوړه اغېزه ښندي او راتلونکې يې ستونزمنه کوي."

که دماشومانو کارته اړ ايستل دټولنې له ناخوالو شمېرل کيږي نو داسلام سپېڅلي دين هم ماشومانوته دکورنۍ دپاملرنې غوښتنه کړې ده .

دپوهنې وزارت د نصاب دکميسيون غړی ،مولانا قيام الدين کشاف، وايي: "

" په حديث شريف کې را غلي دي چې مور اوپلار ، ماشوم ته د پاده وان حيثيت لري چې بايد هره شېبه يې څارنه وکړي."

فرهنګي ټولنېد ابادۍ غږ
فرهنګي ټولنې
واورې اوکوڅېدابادۍ غږ
واورې اوکوڅې
دانسان قاچاقدابادۍ غږ
دانسان قاچاق
ژمنۍ رخصتي دابادۍ غږ
ژمنۍ رخصتي
ژمي اوڅارويدابادۍ غږ
ژمي اوڅاروي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>