په افغانستان کې دخلکو ژوند ترډيره بريده په کرنه او باغ دارۍ ولاړ دی چې دانګورو د تاکونوپالنه هم پکې راځي. په ډيری سيموکي خلک دانګورو تاکونه ،دبوټوپه څېر،دځمکې پرسر پرېږدي خو يو شمير نورو ورته د سمټي پايو چيلې جوړې کړې دي. دکابل ولايت د ميربچه کوټ ولسوالۍ اوسيدونکي ،عبداللطيف ، دچيلې دښه والي په اړه وايي : "ښه هوا او لمر و ر رسيـږي، انګور ښه رنګ اخلي او دنورو په نسبت درې برابره حاصل ورکوي،کم ځای نيسي، شاخ بري او دوا پاشي يي هم اسانه ده." دچيلې دجوړښت په اړه دکابل ولايت د ميربچه کوټ ولسوالۍ يوبل اوسيدونکی، عبدا لسلام وويل: "يوه سمټي پاپه ،چي له دوو نيمو مترو تردريو مترو اوږدوالي او څوارلس سانتي سور ولري، نيم مترپه ځمکه کي ښخيږي. دپايو ترمنځ ، په دريو برخو کي ، په هرڅلوېښت سانتي متره فاصله کې، دوه يادرې سوري ورکول کيږي.  | | | په هغو سيموکي چې ژمې ډېرسوړ او انګور تاکونه تر خاورو لاندې پټوي، چيله بايد جوړه نه شي." |
له دې سوريو دپايوترمنځ، درې ملي فولادي سيم غځول کيږي چې بيا تاکونه په همدې پايو او سيمانو کشول کيږي." سمټي چيله دکرنې اوباغدارۍ کارپوهان تاييدوي ، خو وايي چي دلرګيو چيله د سمټي هغې په پرتله ارزانه تماميږي دکابل پوهنتون استاد ، صمدي وايي: " په هغو سيموکي چې ژمې ډېر سوړ او انګور تاکونه تر خاو رو لاندې پټوي، هلته بايد چيله جوړه نه شي." |