BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:12 گرينويچ 2009 ,21 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
آبادۍ غږ: دمڼو شاخبري

دمڼوشاخبري اوکيمياوي سره ورکول

په دې وروستيو کلونو کې ځينو خلکو د مڼو د بڼونوجوړولو ته مخه کړې چې ښه حاصل يې هم تر لاسه کړي دي .

ښه باغداري يو لړ تجربو او خواريو ته اړتيا لري چې په هغو کې شاخبري او ونو ته سره ورکول دي.

د ميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالي يو باغوان، محمدعارف وايي:

موږ د تجربې له مخې هغه ښاخونه پرې کوو چې ناروغي ولري، پر نورو ښاخونو يې سيوری کړی وي، کاږه وي، نوي را شنه شوي وي اويا مات وي.

وروسته له ښاخبري، پر پرې شوي ځای خاوره يا رنګ اچوو، چې له ميکروب او د لمر له مستقيمو وړانګويې وساتي.

په دې برخه کې د افغانستان دکرني په وزارت کي دباغدارۍ د برخې يو کارپوه ، هدايت الله عمر خيل وايي :

شاخبري ونه قوي کوي، ميوه هم غټوي، خو په پرې شوي ځای د روغني رنګ اچول ونه دخاورې له وايروسونوساتي.

ځينې باغوانان د مڼو ونو ته کيمياوي سره ورکوي ، دا کار هم يو لړ تجربو ته اړتيا لري ، محمد عارف وايي:

دمڼوشاخبري
ښه باغداري يو لړ تجربو او خواريو ته اړتيا لري چې په هغو کې شاخبري او ونو ته سره ورکول دي.

موږ توره سره يواځي په مني کې مڼو ته ورکوو او سپينه سره بيا په پسرلي کې درې وخته د مڼو تر ونو لاندي اچوو او وروسته يې اوبه کوو.

د مڼو ونو ته د کيمياوي سرې د ورکولو په اړه دکرني کارپوه هدايت الله عمرخيل وايي:

لومړی بايد باغ اوبه شي ، وروسته سپينه سره له وترې خاورې سره ګډ ه شي اوڅه موده دپرېښودل شي بيادې اوبه ورکړل شي.

کورنی کتابتوندآبادۍ غږ
کورنی کتابتون
ژمی او سفردآبادۍ غږ
ژمی او سفر
ماشومدآبادۍ غږ
د ماشومانو ساتنه او څارنه
فرهنګي ټولنېد ابادۍ غږ
فرهنګي ټولنې
واورې اوکوڅېدابادۍ غږ
واورې اوکوڅې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>