BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:31 گرينويچ 2009 ,17 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
آبادۍ غږ: د څارويو ټنډيدل

غواګانې

شنه واښه د څارويو له پاره ګټه لري، خو کله کله يې د ټنډيدو(بادنيونی )لامل هم ګرځي. دا چې څاروي ولي ټنډيږي،د څارويو ډاکټر ، سيد کريم وايي:

"کله چې څاروي دپرخې ( شبنم ) لرونکي واښه وخوري،د ټنډيدو خطر يې ډير دی. " په دې برخه کې مالداران کومې تجربې لري؟

د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ يو مالدار، محمد عمر وايي: " داسې څاروي ته موږ پيپسي ورکووښه کيږي. "

د همدغه ولايت يو بل اوسيدونکی ، سردارولي وايي: "د څاروي کيڼ لور ته څلورمه پښتۍ په يوه چاقو وهو ، باد خارجيږي اوڅاروی جوړيږي."

د چاريکارو اوسيدونکی غلام غوث وايي: "کله چې کوم مال ټنډ شي، په خوله کې يې وچ مرچ ور اچوو، هقه پرنجی کوي او باد يې خارجيږي."

ټنډه غوا
کله چې څاروي دپرخې ( شبنم ) لرونکي واښه وخوري،د ټنډيدو خطر يې ډير دی.

د بګرام اوسيدونکی، شاه سعيد، بيا غواوو ته د شړشمو د تيلو ورکول ګټور ګڼي ،خو د څارويو ډاکټر سيد کريم وايي:

"په يادوو شويو تجربو کې د پيپسي او د ولې ( بېد) د ونې د پاڼو ورکول اوهم د پښتۍ پورتنۍ برخه سوری کول ګټور دي.

سوری بايد تر پنځو سانتي ژور نه وي . ټپ بايد په يوه پاکه ټوټه وتړل شي او د مچانواو نورو حشراتو لري وساتل شي. "

دانګورتاکونوچيلهآبادۍ غږ
دانګور تاکونو چيله
ترکاريآبادۍ غږ
بزغلی
دمڼوشاخبريآبادۍ غږ
دمڼو شاخبري
کورنی کتابتوندآبادۍ غږ
کورنی کتابتون
ژمی او سفردآبادۍ غږ
ژمی او سفر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>