قرغنه يا سخوټاری د تاکونو يو ډول ساري ناروغي ده چې لومړی ځل په (1346) لمريز کال کې د کابل د کلکانو په سيمه کې ولېدل شوه . ددې ناروغۍ د نښو په اړه د غزني ولايت يو تن بڼوال ،نقيب الله وايي: "د تاکونو پر تنه شنه دانه پيداکيږي چې څه موده وروسته د تاک شکل غوره کوي. د اناروغي د تاکونو په ټولو برخو بريد کوي، په نازکو لښتو يې تور داغونه څرګند، پا ڼې يې سورۍ او نسواري دايروي خالونه پرې پيدا کيږي ." دا ناروغي د انګورو په مېوه هم اغېز کوي. د کندهار ولايت د نباتاتو د ساتنې عمومي مدير سربلند وايي: "د اوښکالي بېخ سخت او سر يې قات کيږي ،انګور ترې تويېږي اوپرپاتې انګورو سپېره داغونه پيدا کيږي."  | | | دقرغنې په ناروغۍ کې انګور ډېر تويېږي اوپرپاتې انګورو سپېره داغونه پيدا کيږي. |
ځمکه کې د معدني موادو کمښت او غير منظمه آبياري د قرغنې د ناروغۍ لامل ګرځي، خو ددې ناروغۍ دمخنيوی لارې چارې څه دي؟ سربلند وايي: "د تاکونو منظمه آبياري، حيواني سره او سوې خاوره ورکول، له هرزه بوټو پاکول اوسمه تاک بُري، تاکونه له دې ناروغۍ ژغوري . ددې ناروغۍ دپيدا کېدو په صورت کې دې ژر تر ژره دکرنې له فني کسانو سره اړيکې ټينګې شي." |