BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:03 گرينويچ 2009 ,30 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
آبادۍ غږ: د مرسل ګل قلمه

د مرسل گلاب

د مرسل ګل او بوټی تر ډيره د يخنۍ په وړاندي مقاومت لري ، ان په سړو سيمو کې د مني تر پايه پوري شين وي او يخ يې نه وهي.

داچې دابوټی ډېر مينه وال لري، ځينو خلکو يې روزلو ته مخه کړې او ګلخانې يې جوړي کړې او له خرڅلاو نه يې ښه عايد تر لاسه کړی دی.

ظاهرخان ، چې د دې ګلانو ګل خانه لري او د کابل ښار ته يې د مرسل بوټي د خرڅلاو لپاره راوړي وو ، وايي:

" هره ورځ تر ٨٠ پوري د مرسل بوټي ، هربوټی له ٤٠ تر ٢٥٠ افغانيوپورې پلورم. خو د مرسل دګلانو لپاره بايد څه ډول قلمه غوره کړو؟

عبدالحميد وايي:" قلمې ته بايد ځوان بوټی غوره کړو. تازه وي، مرض ونه لري او هره قلمه بايد دوه يا درې تېغه (سترګې) ولري.

د مرسل د بوټو قلمه د قوس په مياشت کې کښېنول کيږي، تر پسرلی په ګلخانه کې وي، وروسته پټي ته لېږدول کيږي اوتر مني بايد په پټي کې پاتې شي.

خو دا چې دمرسل قلمه بايد په څه ډول خاوره کې کښينوو، ظاهرخان وايي:

" دا بوټی په هر ډول خاوره کې شين کيږي خوپه تروه خاوره کې نتيجه نه ورکوي. که له خاورې سره مټ ، شګه او حيواني سره ګډه کړو، ښه پايله لري."

ددې ګلانوخيشاوه او دبې کاره بوټو ليرې کول ترې ډير ضروري دي، ځکه دنورو بوټو نږدې والی، د مرسل بوټی کمزوری کوي.

دمرسل ګل

داچې دمرسل بوټی او ګل ډېر مينه وال لري، ځينو خلکو يې روزلو ته مخه کړې او ګلخانې يې جوړي کړېدي.

دمرسل ګل

د مرسل د بوټو قلمه د قوس په مياشت کې کښېنول کيږي اوتر پسرلی په ګلخانه کې وي.

دمرسل ګلان

د مرسل قلمې ته بايد ځوان بوټی غوره کړو چې تازه وي اومرض ونه لري.

دمرسل ګلان

دمرسل بوټی په هر ډول خاوره کې شين کيږي خوپه تروه خاوره کې نتيجه نه ورکوي.

دمرسل ګل

دمرسل ګلان بايدتر مني په پټي کې پاتې او وروسته ګلخانې ته ولېږدول شي.

دمرسل ګل

دمرسل ګلانودبوټوخيشاوه او دبې کاره بوټو ليرې کول ترې ډير ضروري دي.

دمرسل ګلان

دمرسل ګلانو دبوټوسره دنوروبوټونږدې والی، دابوټی کمزوری کوي.

دمرسل ګلان

دمرسل دبوټي له خاورې سره که مټ ، شګه او حيواني سره ګډه شي، ښه نتيجه ورکوي."


دواپاشيآبادۍ غږ
د ونو دوا پاشي
ټنډه غواآبادۍ غږ
دڅارويو ټنډيدل
دانګورتاکونوچيلهآبادۍ غږ
دانګور تاکونو چيله
ترکاريآبادۍ غږ
بزغلی
دمڼوشاخبريآبادۍ غږ
دمڼو شاخبري
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>