 | | | غوره نکاح هغه ده چې کم مهر ولري خو د ولور په نوم پيسې اخيستل په اسلام کې جوازنلري. |
ولور په افغانستان کې داسې يو دود دی چې په پايله کې يې ډېری ځوانان له هېوادنه بهر اوږدمهاله سفرونو ته اړ او له راز،راز ستونزو سره مخ کيږي. دميدان وردګو ولايت اوسېدونکی، فيض محمد وويل چې ګاونډی يې د ولور دپيدا کېد و لپاره سعودي ته لاړ ، هلته د موټر دټکر په پېښه کې وفات شو. دا ډول مسافرتونه پېغلو او ځوانانو ته ستونزمن تماميږي. د غزني ولايت يو تن او سېد و نکی، ګل حبيب ، وويل : "په ايران کې مې شپږ کلونه تېر کړل ، په ډېرمشکل مې ولور پيدا او واده مې وکړ خو خوا رۍ اومسافرۍ بيخي بوډاکړی يم. " داچې د ولورپه نوم د پيسو اخيستل په اسلام کې جواز لري او که نه ،يو تن ديني عالم ، محمدعارف وويل: " غوره نکاح هغه ده چې کم مهر ولري . هغه څه چې د ناوې کورنۍ يې ځانته د ولورپه نوم اخلي ، اسلام کې هيڅ جوازنلري."  | | | ولور داسې ناوړه دود دی چې ډېری ځوانان د مزدورۍ لپاره د باندنيو ملکو نو سفرته اړباسي. |
خو ځينوخلکو دې ستونزې ته دحل لارپيداکړېده. دننګرهار د دوربابا د ګوړکوه دکلي مشرانو د مهر اندازه پنځوس زره افغانۍ ټاکلې ده. هغوی وايي چې پدې کار سره به هلکان او نجونې په وخت واده شي او ځوانان به د بهر نيوهېوادونو سفر ته نه اړکيږي. |