کبل هغه هرزه بوټي دي چې په پټيو کې له اصلي کښت سره يو ځای را شنه کيږي، ريښې خپروي او له ځمکې څخه اوبه او ګټور مواد جذبوي. د ننګرهار ولايت د مهمنددرې ولسوالۍ دهقان ، ملکي خان وايي چې د کبل ريښې يا تخم د اوبو له لارې کروندې ته لېږدي. د کرنې دکارپوه ، حبيب الرحمن وردک، په وينا د ځمکې ناسمه قولبه او ناپاکه تخمونه هم د کبل د ډېرېدو مهم لاملونه دي. دا چې په کرونده يې اغيز څه دی، دغزني يوبزګر،حاجي خدای رحم، وايي چې په رشقه کې يې کبل پيدا شول ټوله رشقه يې وچه کړه. کبل په نمناکه اونرمه ځمکه کې ډېره وده کوي ،په کروندې برسېره ونو او تاکونو ته هم زيان اړوي. کبل دځمکې په حاصلاتو کې د پام وړ کمښت راولي او د کښتونو د ډول، ډول ناروغيو لامل ګرځي.  | | | د ځمکې ناسمه قولبه او ناپاکه تخمونه هم د کبل د ډېرېدو مهم لاملونه دي. |
حبيب الرحمن وايي چې په کبل کې ځينې مضرحشرات پټيږي چې د تا کو نودقرغنې دپيداکېدو لامل کيدای شي. له دې بوټي نه دژغورنې په اړه دغزني يوبل او سيد و نکی ، عبدالمالک ، وايي چې په لښتي کې دې جال واچول شي، څو هرزه بوټي وګرځوي. هغه ځمکه يوځل په تراکتور واړوله، بيا يې څو کاله سر پر سر کبل په لاس ترې ټول کړل اوس يې ټوله ځمکه له کبل څخه پاکه شوې ده. |