BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:15 گرينويچ 2009 ,06 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: دلمبا خطرونه

لمبا اوخطرونه يې

د هوا له ګرمېدو سره ځيني خلک، په تېره کليوال، په نهرونو او سيندونو کې لمبا کوي، چې کله ناکله له ستونزو او خطرونوسره هم مخ کيږي.

ګردابونه او هغه ځايونه چې دوتلو لاره نه لري ، دلمبا لپاره مناسب نه دي اوخلک دډو بېدو له ګواښ سره مخ کوي.

دلغمان ولايت اوسېدونکي، محمداغا، وويل چې لا مبو يې نه وه زده ، ګرداب ونيو خو له نيکه مرغه ملګرو يې وژغوره.

داچې دلمبالپاره څه ډول ځايونه مناسب دي څو له خطرونو خوندي واوسو،دپروان ولايت د باګرام يو تن لامبوزن شير محمد وويل :

"د لمبا لپاره مناسب ځای هغه دی چې اوبه يې روانې او کمې وي ، ولاړې اوبه ځکه خطرناکې دي چې هلته لامبو وهونکی ژر ستړی کيږي."

ځينې د لامبوپه مهال خپل پرتوګونه پړسوي، د کميسونو او بوټانو سره لامبي او ياهم له دموټرله ټيوب نه ګټه اخلي. دکندهار يو لامبوزن، نورالله وايې :

لمبا اوخطرونه يې
د لمبا لپاره مناسب ځای هغه دی چې اوبه يې روانې او کمې وي

"پرتوګ ښايي تش او ټيوب کېدای شي دلامبو وهونکي لېرې شي ،کميس او بوټان لامبو وهونکی ستړی کوي او دډوبېدو ګواښ زياتوي."

يواځې لامبو هم خطرونه لري ، دننګرهار اوسېدونکي، طارق دترور زوی ،چې لامبويې نه وه زده ، له کوره پټ لامبوکوله، اوبو واخيست اوډوب شو.

داوبو ويشدآبادۍ غږ
د اوبو ويش
دچنار چينجید آبادۍ غږ
د چنارچينجی
ولوردآبادۍ غږ
ولور
دغواوو نسل ګيريدآبادۍ غږ
د غواوو نسل ګيري
کبلدآبادۍ غږ
کبل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>