توتان بېلا بېل ډولونه لري اوهغه توتان چې دلوبيا په څېرغټې دانې لري خوندور اودوچولو لپاره مناسب دي. خو توتان څرنګه وچيږي؟ دکابل دفرزې ولسوالۍ اوسېدونکی، قدرت الله، د توتانو د ونو لاندې ناپاکه شيان لېرې کوي او د څو ورځو وروسته توتان لمر ته اچوي. ځينې خلک د توتانو دونو لاندې ترپالونه خپروي او ياپه ډله ييزه توګه توتان راټولوي ، يو يې راڅنډي او نورد ونې لا ندې څادرونه نيسي . داچې توتان ژرخراب نشي،دلغمان اوسېدونکی ،بريالی وايي چې توتان دې په وچ ځای کې وساتل شي ځکه په نم اوباران کې چينجي پيدا کوي. ځينې کسان وچ توتان بازار ته په بوجيو کې لېږدوي، خود کابل ښار په منډوي کې د وچې مېوې يو سوداګر ،حاجي رستم وايې : "که د لېږد په مهال توتانو ته پاملرنه ونه شي ، هم رژيږي او هم ورستيږي چې داسې توتان بياپېرېدونکي نلري.  |  د غټو دانولرونکي توتان خوندور او دوچولولپاره مناسب وي.  |
که چېرې توتان په کارتنونو کې ولېږدول شي،ثابت پاتې کيږي او ارزښت يې دوه برابره کيږي." |