انګور د افغانستان له مهمو محصولاتو څخه ګڼل کيږي چې دا مهال تر ٧٠٥٠٠ هکتاره زياته ځمکه کې کرل شويدي. د انګورو چينجی(لابيسيابټيانا) ،چې دانګورو په وښکالو بريد کوي، د هېواد په ډېرو سيمو کې دې ميوې ته ٥٠ په سلو کې زيان اړوي. دا چې دا چينجی څرنګه په تاکونو کې پيدا کيږي، د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی ، حاجي زيړګل وايي: "د انګورو چينجی د تاکونو تر پوستکي لاندې او تاک ته نږدې په بېکاره بوټو کې هګۍ اچوي، په لومړيو کې ٢ ملي متره او بيا تر يو سانتي اوږدېږي. دا چينجې شين رنګ لري، پاڼې سره سريښ او غوټه ځينې جوړوی." د زراعت د کارپوه حبيب الرحمن وردګ وايي: "دانګورو ځوان چينجی د انګورو له نازکو نودو ګټه اخلي او بيا غوره انګور ته ننوزي او له منځه يې وړي." خوڅرنګه لدې حشرې خپل تاکونه وژغورو؟ د غزني ولايت يو بڼوال ،عبدالصبور، هر سهار په خپل باغ کې ګرځي او په تاکونو کې چينجي لټوي او بيا يې وژني.  | | | د انګورو چينجی د تاکونو تر پوستکي لاندې او تاک ته نږدې په بېکاره بوټو کې هګۍ اچوي. |
يوبل بڼوال ،عبدالسلام وايي که په مني کې د انګورو تاکونو ته سړې اوبه ورکول شي، په بڼ کې شته چينجي وژني او ځالي يې ورانوي. وردګ د دې تجربو تر څنګ له بې کاره بوټو د انګورو دبڼ پاکول اود تا کونو په يوه رديف ايښودل د چينجي په مخنيوي کې مرستندوی بولي. |