 | | | دپسونوطاعون يوه وايروسي ناروغي ده چې درملنه نلري خو په واکسين يې مخنيوي کيږي. |
په افغانستان کې ډېری مالداران دڅارويو له محصولاتو ګټه اخلي ، چې داڅاروي کله ناکله په بېلا بېلو ناروغيو اخته کيږي. ددې ناروغۍ له ډلې يو هم د پسونو طاعون دی . پدې ناروغۍ کې د پسه رنګ ز بېښلی ، ويښتان يې ځي او نس ناستی هم ورته پيداکيږي. ددې ناروغۍ دپيداکېدو دلاملونوپه اړه دکابل ددارالامان د څارويود کلنيک يو موظف ډاکتر، ميرويس وويل: "که څاروي خړې اوبه وڅښي، د ډنډونو ترغاړو هرزه ګياوې وخوري اويا په غوجل کې ګډ خوراک وکړي، ددې ناروغۍ دپيداکېدوخطرزياتيږي. پدې ناروغۍ اخته پسه د ناروغيو په وړاندې دبدن مقاومت له لاسه ورکوي او دمرګ لا مل يې کيږي ." څه وکړو چې پسونه مو پدې ناروغۍ اخته نه شي؟ دڅارويو يوڅښتن ، طالب، خپل پسونه په ډېرانونو څرته نه پرېږدي ، ناپاکه خواړه او څښاک نه ورکوي او ناروغ پسه له روغوبېلوي.  |  په طاعون اخته پسه د ناروغيو په وړاندې دبدن مقاومت له لاسه ورکوي.  |
ډاکتر ميرويس دپسونوطاعون يوه وايروسي ناروغي بولي چې درملنه نلري خو وايي چې دطاعون دواکسين تطبيق ددې ناروغۍ مخه نيولی شي. |