BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:27 گرينويچ 2009 ,27 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: کورني موږکان

کورني موږکان
موږکان په کال کې له ( ٥ ) څخه تر(٧ ) ځلو، هر ځل له (٥)څخه تر(١٥) پورې بچيان زېږوي.
دخوړو دنړيوالې ټولنې د راپور پربنسټ موږکان هر کال نږدې (٣٣) مليونه ټنه خوراکي توکي له منځه وړي، چې د (١٣) مليونو انسانانو لپاره بسنه کوي.

موږک د (٣٥) ډوله ناروغيوسبب کيدای شي چې په هغې جمله کې طاعون،جذام، نری رنځ، مسموميت او داسې نورې خطرناکې ناروغۍ راځي.

موږکان په کال کې له ( ٥-٧ ) ځلو، هر ځل له (٥-١٥) پورې بچيان زېږوي چې بچيان يې ددريومياشتوتر تېرېدو وروسته دنسل پيداکولووړتياپيداکوي.

دغزني ولايت اوسېدونکی، محمد ولي وايي چې کورني موږکان لومړی په داسې ځايونو کې پيداکيږي چې هلته خوراکي توکي اېښودل شوي وي.

د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکی ، عبدالکريم، په پخلنځي او کورکې نظافت ته نه پاملرنه د موږکانو د پيداکېدو لامل ګڼي.

دموږکانو د مخنيوی لپاره ځينې خلک تلک ږدي او ځينې خوراکي توکي مسموموي خودخوړو مسمومول کله ناکله انسان ته هم زيان رسولای شي.

کورني موږکان
کورني موږکان په هغو ځايونوکې پيداکيږي چې هلته خوراکي توکي اېښودل شوي وي.

د ننګرهار ولايت د ښېوې اوسېدونکی عبدالواحد بيا وويل:" موږ د موږکانو د غارونو په شاوخوا کې دتورومرچو دانې واچولې ، موږکان ورک شول. "

ددېوالونود سوريو بندول، پخلنځی پاک ساتل او د غوړو شيانو خوندي ساتل د موږکانو په ورکولو کې مرسته کوي.

دټاکنونوماندد آبادۍ غږ
د ټاکنونوماند
دغوا دغولانځې ناروغيدآبادۍ غږ
دغوادغولانځې ناروغي
ګنبدي کورونهدآبادۍ غږ
ګنبدي کورونه
دپسونو‌طاعوند آبادۍ غږ
د پسونو طاعون
توتاند آبادۍ غږ
د توتانو وچول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>