BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:42 گرينويچ 2009 ,12 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: دغوادغولانځې ناروغي

دغوا دغولانځې ناروغي

د ترغلون (غولانځې) ناروغۍ زياتره په لنګو غواوو کې ليدل کيږي. په دې ناروغۍ داخته غواوو غولانځې سرې اوړي او له شيدو سره يې وينه راځي .

ددې ناروغۍ دنښونښانو په اړه د کابل په دارالامان کې دڅارويو د کلينک ډاکټر، عصمت الله حليمي، وويل:

"که د ترغلون په ناروغۍ د اخته غوا غولانځه په ګوته کښېکاږل شي، له (٥ څخه تر٧ ) ثانيو پورې د نوک نښه ورباندې پاتې کيږي.

دغوا دغولانځې ټپي کېدل او د لوشلو پرمهال يې نظافت ته پاملرنه نه کول د ترغلون دناروغۍ دپيداکېدو لامل ګرځي."

د لوګرد برکي برک د اوسېدونکي، مولوي ګل محمد،په اند کله چې دغوجلې هوا ګرمه او بنده وي، غواوې دغولانځی په ناروغۍ اخته کيږي.

دغوا دغولانځې ناروغي
دترغلون په ناروغۍداخته غواوو غولانځې سرې اوړي او له شيدو سره يې وينه راځي .

خو ډاکتر حليمي په ناپاکو لاسونو د غوا لوشل ، دغواوو داوسېدو په ځای کې ازغي لرونکي خاشاک اچول او تنګه غوجل ددې ناروغۍ لا مل بولي .

حاجي شهباز ددې ناروغۍ ددرملنې لپاره د اوربشو اوړه په سړو اوبو کې خيشته او بيا يې غواته ورکوي.

هدايت الله وايې چې که غواوې يې په دې ناروغۍ اخته شي، غولانځې يې په ملهمو غوړوي او بيا يې درې وخته په پټاسو مينځي.

ګنبدي کورونهدآبادۍ غږ
ګنبدي کورونه
دپسونو‌طاعوند آبادۍ غږ
د پسونو طاعون
توتاند آبادۍ غږ
د توتانو وچول
دانگورو چينجیدآبادۍ غږ
د انګورو چينجی
لمبا اوخطرونه يېدآبادۍ غږ
دلمبا خطرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>