BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:11 گرينويچ 2009 ,01 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: دپټاټوګونګټه

دپټاټوګونګوټې
دپټاټوپه کروندوکې دکيمياوي توکواستعمال ګټورې حشرې هم له منځه وړي .
دپټاټو(کچالو) ګونګټه د پټاټو په پاڼوکې هګۍ اچوي ، چې بيا په لاروا بدليږي او د ژوند درېيم پړاو ترخاورو لاندې تېروي .

دکرنې وزرات د نباتاتو د آفتونو سره دمبارزې آمر ،مرجان همت وويل:" دپټاټودګونګټې رنګ سور وي او بالغه حشره يې په شا لس تورې کرښې لري.

دا ګونګټه د پټاټو پاڼې خوري چې وروسته دپټاټو د خرابيدو لامل ګرځي او دپټاتو حاصل ته تر (٨٠٪) پورې زيان وراړوي.

دپټاټوګونګټې ژمی په خاورو کې تېروي او دکچالو د لويېدو په وخت له هګيو راوځي.

هرزه ګياوې ، ګڼ تخم کرل او هرکال په يوه ځمکه دپټاټو کرل ددې آفت دپيدا کېدو لامل کيږي.

دميدان وردګو ولايت يو تن کروندګر، يار محمد، دپټاټو د کروندې څخه دګونګټې دله منځه وړلو لپاره انجه کاروي.

د کابل دموسهي يو تن کروندګر، محمد عارف،انجه ګټوره نه بولي او ددې حشرې دله منځه وړلولپاره کيمياوي توکي کاروي.

سبب کيږي.

دپټاټوګونګوټې
دپټاټودګونګټې رنګ سور وي او بالغه حشره يې په شا لس تورې کرښې لري.

خو مرجان همت وايي چې په ځمکه کې يو شمېر ګټورې حشرې هم شته ، چې کيمياوي توکي د مضرو حشرو ترڅنګ ګټورې حشرې هم له منځه وړي .

ددې حشرې دله منځه وړلو غوره لار داده چې يو تخم هر کال ونه کرل شي او هرزه ګياوې له پټي څخه ليرې شي.

کورني موږکاند آبادۍ غږ
کورني موږکان
دټاکنونوماندد آبادۍ غږ
د ټاکنونوماند
دغوا دغولانځې ناروغيدآبادۍ غږ
دغوادغولانځې ناروغي
ګنبدي کورونهدآبادۍ غږ
ګنبدي کورونه
دپسونو‌طاعوند آبادۍ غږ
د پسونو طاعون
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>