د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر له پنځو اود ولايتي شوراګانو استازي له هرو څلورو کالونو وروسته د عامه ټاکنو له مخې ټاکل کيږي. د رايو ورکولو په پروسه کې هغه کسان ګډون کولای شي چې د رايو ورکولو کارتونه ولري ، د افغانستان تبعه وي او اته لس کلن شوي وي. په ټاکنو کې د نارينه وو او ښځو د رايې مرکزونه بېل دي چې په ښځينه مرکزونو کې ښځينه پرسونل کار کوي. همدا راز دنارينه وو درای ورکولوپه مرکزونوکې نارينه پرسونل په کار ګمارل شويدي. په کابل کې د ټاکنو د دفتر مشر اول الرحمن رودوال وويل: "د رايو هر کارت لرونکي ته د رايو په مرکز کې دوې پاڼې ورکول کيږي . د ولسمشرۍ لپاره شنه او د ولايتي شورا پاڼه ژېړ رنګ لري. که رايه ورکوونکی دکوم کانديد پر عکس باندې خط راکاږي ، ياېې په سمه توګه په نښه نه کړي ، رايه يې د هيڅ کوم کانديد په ګټه نه شمېرل کيږي."  | | | په ټاکنو کې هغه څوک رای ورکولای شي چې د افغانستان تبعه وي او(١٨) کلن شوی وي. |
د وردګو ولايت د ټاکنو د دفتر مشر حبيب وردګ وايي چې هر څوک يوازې يوځل رايه ورکولی شي. د رايو کارت لرونکی په هر ولايت کې د ولسمشرۍ په ټاکنو او يوازې په خپل ولايت کې د ولايتي شورا په ټاکنو کې ګډون کولای شي . خلک کولی شي د خپلې خوښې کانديد د نوم،عکس،د ټاکنو د شمېرې او انتخاباتې نښان له مخې وپېژني. |