دنشه يي توکو کر او قاچاق يو له هغو ستروستونزو څخه دی ، چې نه يوازې په يوه هېواد پورې تړلی بلکې نړيوال ناورين يې را منځته کړی دی . پوښتنه داده چې ولې ځنې خلک کوکنار کري ،ګټې يې ډېري دي که زيانونه؟ په دې اړه دلغمان اوسېدونکی سيدانور پاچاوويل: " کوکنار يوه مهمه اقتصادي سرچينه ده چې دکښت له لارې يې بې روزګاره خلک کولی شي ښې پيسې تر لاسه کړي. داچې کوکنار په درمل جوړولو کې کارول کيږي، کرل يې نه دا چې روا دي، بلکې يوه اړتيا هم ده." خوډګروال عبدالصابر دلغمان يو بل اوسېدونکی دکوکنارو پر ځای د زعفرانو او سبزيجاتو کرل دکوکنارو له کر څخه ډېر ګټور وګڼل. صابر وويل: "کوکنار کرل ډېر زيانونه هم لري، خلک پرې معتاديږي ، چې بيا دوئ کورنۍ او ټولنې ته لويه ستونزه ګڼل کيږي."  | | | دنشه يي توکو کر نه يوازې په يوه هېواد پورې تړلی بلکې نړيوال ناورين يې را منځته کړی دی |
مولوي محمد رفيع وويل:" هرهغه څه چې الله حرام کړي وي لکه: غلا،قمار،اونشه، دهغې ګټه هم حرامه ده . د کوکنارو دکر په نتيجه کې ډېری خلک ښايي په نشه يي توکو روږدي شي چې له دې څخه فساد راولاړيږي، په دې توګه يې کښت مضر او حرام دی ." |