ټک(انټرکس) يوه وژوونکې ناروغي ده،چې په غولانځه لرونکو څارويو کې ليدل کيږي او اغېز يې پر پسونو او وزو زيات وي. ددې ناروغۍ اصلي لامل يو ډول باکتريا ده چې په خاورو، څړځايونو او د څارويو په را ټولو شويو خوړو کې پيداکيږي. داباکترياوروسته د تنفسي سيستم او يا هم دخوړو له لارې دڅاروي بدن ته وردننه کيږي او پدې ناروغۍ يې اخته کوي. پدې ناورغۍ د اخته څاروي له غوښې او وينې سره د تماس په صورت کې، دا ناروغي له څارويوڅخه انسان ته هم لېږدي. د ټک په ناروغۍ داخته څاروي دنښونښانوپه اړه د لغمان د تورغر اوسېدونکی خان زمان وويل: "پدې ناروغۍ دنوي اخته څاروي متيازې سرې ، په ځيګرکې يې اوبه پيدا او د سترګو شاوخوا برخې يې زېړې اوهاضمه يې هم خرابيږي."  | | | دټک په ناروغۍ له اخته څاروي سره دتماس په صورت کې دا ناروغي انسان ته هم لېږدي. |
مسعود نيازي وويل چې څاروي بايددټک دناروغۍ په وړاندې واکسين شي چې دا واکسين څاروي تر(١٢)مياشتو پورې د ټک د ناروغۍ په وړاندې مقاومت پيدا کوي.)) د ټک له ناروغي د مړ شوي څاروي له جسد سره دې تماس نه نيول کيږي او په يو ه ليري ځای کې دې څو متره ژور ښخ کړای شي. |