BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:02 گرينويچ 2009 ,06 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: د څارويو ګرګ

دڅاريو ګرګ
په يوه غوجله کې بېلابېل څاروي ساتل او پاکۍ ته خيال نه کول دګرګ د ناروغۍ لامل کيدای شي.
ګرګ يوه جلدي ناروغي ده چې د څاروي پوستکی ورسره چوي ، په بدن يې سپين داغونه پيدا ، اشتها يې کمه او کمزوری کيږي.

د کابل د پغمان د څارويود کلينک يو تن ډاکتر، امير وويل چې پدې ناروغۍ داخته څاروي بدن خارښت پيدا کوي اودشيدودتوليد کچه يې ټيټيږي.

د ګرګ په ناروغۍ له اخته څاروي سره دتماس په صورت کې دا ناروغي انسان ته هم لېږدي. د کابل د شکر درې يو تن مالدار الله ګل وويل:

"زه او زوی مې د ګرګ په ناروغۍ اخته شوي وو ، په پوستکي مو سپين داغونه راښکاره شول ،خو ژرډاکتر ته ورغلو او علاج مو وکړ."

د څارويو ډاکتران په يوه غوجله کې بېلابېل څاروي ساتل اودغوجلې پاکۍ ته خيال نه کول ددې ناروغۍ د پيدا کېدو لاملونه بولي.

 د ګرګ ناروغي له اخته څاروي څخه انسان ته هم لېږدېدای شي.

ځينې مالداران ددې ناروغۍ درملنه د تمباکو او مندو په غوړيو کوي او ځينې نور داډول څاروي په مبلايلو غوړوي .

دڅارويو ډاکتران دا تجربې کاميابې بولي او زياتوي چې مالداران بايد دغوجلې د پاکوا لي ترڅنګ دڅارويو خوړوته هم پاملرنه وکړي.

د ټک ناروغيدآبادۍ غږ
د ټک ناروغي
د رُب جوړولدآبادۍ غږ
د رُب جوړول
دسواد زده کړهدآبادۍ غږ
د سواد ارزښت
تېزچلولدآبادۍ غږ
د موټرو تيز چلول
دپيازساتلدآبادۍ غږ:
په کورونوکې دپياز ساتل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>