BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:35 گرينويچ 2009 ,30 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ : دحج په مهال بې ځايه لګښتونه

دحج تر مراسمومخکې اووروسته لګښتونه

حج د اسلام له پنځوو بناوو څخه دى ، چې په هر بالغ اود مالي توان لرونکي مسلمان باندې فرض کړاى شوى دى.

دحج مراسم په کال کې يوځل دنړۍ دزياترو مسلمانانوپه ګډون دنېکمرغه لوى اختر په ورځوکې ترسره کيږي.

په افغاني ټولنه كې دحج پر لګښتونو سربېره ځينې رواجونه هم شته چې حاجيان يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي .

د حاجي د تګ او راتګ پرمهال موټر ګلپوش كول ،مېلمستياوې او خلكو ته سوغاتونه راوړل هغه څه دي چې پخوا يې رواج نه درلود .

جعفر، د لغمان يو تن سپين ږيری وويل چې پخوا به حاجيانويوازې دزمزم اوبه راوړلې خو دا رواجونه ډېرسخت شوي اودخلکوله توان څخه وتلي دي.

فيض محمد د لغمان يوبل اوسېدونکی دسوغاتونو دتوان دنه درلودلوله امله له حج څخه پاتې شوى دى.

دحج تر مراسمومخکې اووروسته لګښتونه
پخوا به حاجيانويوازې دزمزم اوبه راوړلې خواوس رواجونه دخلکوله توان څخه وتلي دي.

خومحمدګل د غزني د کوچيانو د قومي شورا غړی وويل هغوى پرېکړه کړېده چې دحج ترمراسمو وروسته څوک بې ځايه لګښت نه شي کولاى.

استاد شاکر، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د فقهې او قانون رييس بې ځايه لګښتونه اسراف او ريابولي چې دواړه د اسلام له پلوه ناروا عملونه دي.

کوکناردآبادۍ غږ
د کوکنارو د کښت ضررونه
لاندیدآبادۍ غږ
لاندی
پوډردآبادۍ غږ
له معتادينو سره چلند
د څارويو خصي کولدآبادۍ غږ
د څارويو خصي کول
دغواوو زياندآبادۍ غږ
دغواوو زيان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>