 | | | هغوکسانوته ، چې له نشې لاس اخلي، کورنۍ دې ورته سالم مصروفيت پيداکړي. |
د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د شمېرنې له مخې په افغانستان کې تر دې دمه تر يو ميليون زيات کسان نشه يي توکي کاروي. له دې ډلې څخه ځينو يې خپلې کورنۍ او اولادونوته شا کړې، له کوره بهرشپې ورځې تېروي او خلک په بده سترګه ورته ګوري. ډاکټر عبدالغفار قاضي زاده، د ميدان وردګو ولايت د يوه رواني کلينک ډاکتر،وويل چې په مخدره توکو روږدې کسان د بدن توان له لاسه ورکوي. هغوئ کار نه شي کولای او د ګټې پر ځای د کور کلي د اوږو بار وي خو دکورنۍ او دو ستانو ښه چلند کولای شي هغوئ سمې لارې ته را وګرځو ي. ګل محمد،د لوګر ولايت يو تن اوسېدونکي له دوستانومننه وکړه چې هغه يې له نشې راګرځولی او اوس نورو نشه يانوته نصحيتونه کوي. روغتيايي کارپوهان وايي کله چې څوک له نشې لاس واخلي ، کورنۍ دې ور ته د نشه يي په سترګه نه ګوري ، بلکې سالمې بوختياوې دې ورته پيدا کړي .  | | | ديوې شمېرنې له مخې په افغانستان کې تر يو ميليون زيات کسان نشه يي توکي کاروي. |
د اسلام مبارک دين هم خپلو پيروانو ته امر کوي چې له معتاد سره د ناروغ په څېر چلند وکړي، مولوي محمدعارف دا حديث شريف بيان کړ: " تاسو په مخلوقاتو رحم وکړئ ، الله به په تاسو رحم وکړي." په دې ډول ناروغان د رحم وړ کسان دي او معتادين هم ناروغان دي. |